د قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ په باړې کې له اورپکو سره په نښتو کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
په دې نښتو کې ۳۴ اورپکي هم وژل شوي او ۷ عام وګړي هم.
د چارواکو له وینا سره سم، د نښتو پر مهال ۱۴ کسان ژوبل شوي دي.
د خیبر اېجنسۍ په باړې کې له دوو کالونو زیاته موده وشوه چې د اورپکو پر ضد عملیات روان دي خو د دې عملیاتو د بریالي توب یا پای ته رسېدو هیڅ اثار نه ښکاري.
د مشال راډیو خبریال ګل ایاز په پېښور کې د قبایلي چارو له کار پوه شوکت خټکه پوښتنه کړې ده چې ولې په خیبر اېجنسۍ کې د اورپکو پر ضد عملیات نه بریالي کېږي؟
له شوکت خټک سره د ګل ایاز مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ: