د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې خبرو ته دې موقع ورکړل شي، ګیلاني


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره ګوري.
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره ګوري.
پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني پر امریکا غږ کړی دی چې د سولې خبرو ته دې موقع ورکړل شي.

دا پر داسې حال ده چې واشنګټن پر اسلام اباد فشار زیات کړی دی چې د اورپکو پر ضد دې عملیات وکړي او د دوی پټنځایونه دې ړنګ کړي.

د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره یې ولیدل.

مېرمن کلنټن د دوه ورځیني سفر پر مهال په اسلام اباد کې ده.

د پاکستان د وزیر اعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، ګیلاني د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ته ویلي دي چې د ټولو ګوندونو تر غونډې وروسته د پرېکړه لیک تر مخې پاکستان له وسله والو سره د خبرو لار خپلوي او امریکا باید هم د سولې د خبرو ملاتړ وکړي.

د ګیلاني په خبره، دا پرېکړه لیک د پاکستاني ولس د جذباتو عکاسي کوي.

په دې وروستیو کې له حقاني اورپکې شبکې سره د تړاو په تور امریکا پر پاکستان فشار زیات کړ.

د دې فشار له زیاتېدو سره، تېره میاشت وزیر اعظم ګیلاني د ټولو ګوندونو غونډه ور وغوښته او د دې د پایلې په توګه یې یو پرېکړه لیک خپور کړ چې په کې ویل شوي ول چې پاکستان باید په قبایلي سیمو کې له خپلو خلکو سره د سولې خبرې وکړي.

بیان وايي، وزیر اعظم ګیلاني، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ته ویلي چې د دواړ هیوادونو تر منځ اختلافات باید ستراتیژکو اړیکو ته تاوان و نه رسوي.

د وزیر اعظم له دفتره خپور شوی بیان زیاتوي، مېرمن کلنټن هم په سیمه کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې د پاکستان ارزښت منلی دی.

له مېرمن کلنټن سره د خبرو پر مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر، د مالي چارو وزیر ډاکتر عبدالحفیظ شیخ، د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني، د پاکستان د استخباراتو ادارې آی ایس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا او د بهرنیو چارو سېکرتر سلمان بشیر هم ناست ول.

د امریکا لخوا په دې غونډه کې د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مشر ډېوېډ پیټرییس، د ګډو پوځونو مشر جنرال مارټن ډیمپسي او د پاکستان و افغانستان لپاره ځانګړی استازی مارک ګراسمین هم برخه واخیسته.
XS
SM
MD
LG