د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پر حالاتو نړیوال امن کنفرانس


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک

نیاز موسا خیل

د پاکستان د کورنو چارو وفاقي وزیر،رحمن ملک د بلوچستان تفصیلي دوره کړې.پر دې مهال نوموړي پر بیلا بیلو موقعو له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې مهمې ویناوګانې وکړې.

هغه د یوې خبري غونډي پر مهال ویلي،چي دوی به په کوټه کي روانې د فرقه یزو هدفي پیښو د حل لپاره نړیوال امن کنفرانس را بولي،چې د ده په وینا،د پاکستان او نړۍ څخه به د اهل سنت او اهل تشیع او نورو ډلو علماوو ته د ګډون بلنه ورکړل کیږي.رحمن ملک زیاتوي،

٫٫ما دلته له اهل سنت او اهل تشیع سره لیدلي دي. له هزارګانو سره مي په خاصه توګه لیده کاته کړي او د هغو کورنیو کورو ته تللۍ یم،چې د ظلم او نا انصافۍ ښکار شوي دي.په دغه لړ کي د پولیسو د کارد غوره کولو څارنه مي هم کړې.نو هیله ده چي ډیر ژر،یاني په راتلونکي یوه یا دوو اوونۍ کي به تاسو عملي ګامونه اخیستل هم ووینۍ،ولي چي زموږ هڅه ده چي په هر حال کي د امن وامان وضع غوره و ساتو.٬٬

په بلوچستان کي د طالبانو د شتون په اړه رحمن ملک وویل،چي دوی ته په دغه لړ کي پیغامونه راځي،مګر دوی تر اوسه هغه په پام کي نه دي نیولي او نه بیا نور چا څه پاملرنه ورته کړي.

رحمن ملک وویل،په هیواد کې د ترهګرو د مخنیوي لپاره دوي پلان لري چي په چمن او تورخم کي د پاکستان او افغانستان پر پولو د خلکو او ګاډو تګ را تګ له امیګریشن یا قانوني اجازت سره وتړي.

رحمن ملک دا هم وویل،چي دوي د وزیراعظم پر مشوره د بلوچستان دورې کوي،تر څو هڅه وکړي،چي د بلوچستان شخړي هواري کړي.

د رحمن ملک د دورې په اړه په بلوچستان کي سیاستوالو ویلي،دوی فکر نه کوي چي په دې سره به د صوبې ستونزې دومره په آسانۍ حل شي
XS
SM
MD
LG