د لاسرسي ځای

تازه خبر

دامریکا د بهرنیو چارو وزیره د افغانستان و پاکستان په دوره ده


دامریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
دامریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
دامریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د افغانستان او پاکستان په دوره ده.

هغې په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي تر څنګ له نورو جګپوړو چارواکو سره ولیدل او هلته په خپلو خبرو کې یې وویل چې د افغانستان د سولې بهیر سره ملاتړ کوي او دا سفر یې سیمې ته په داسې مهال کېږی چې لادوړاندې د امریکا او پاکستان تعلقات تر بل هروخت خراب دي.

پاکستان ته په دغه کړکېچنو ډپلوماټیکي حالاتو کې د هیلري کلنټن سفر د امریکا او پاکستان پر اړیکو څه اغېز کولای شي.دا او له دې سره تړلې نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې ځانګړې بحث کې له کارپوهانو سره څېړلي دي.چې له لندنه شنونکی جان محمد اڅکزی او له پېښوره ریټایرډ بریګېډییر محمد سعد برخه لري.

ددغه بحث کوربه داود خټک دی.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیره افغانستان او پاکستان په دوره ده.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG