د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خوست هوايي ډګر ځمکه لانجمنه ده"


افغانستان:د خوست والي عبدالجبار نعیمي د تېرې میاشتې سپټمبر په ۲۳ نېټه د نوي هوايي ډګر د پروژې پرانیستنه وکړه.
افغانستان:د خوست والي عبدالجبار نعیمي د تېرې میاشتې سپټمبر په ۲۳ نېټه د نوي هوايي ډګر د پروژې پرانیستنه وکړه.

نقیب الله ـ خوست

په خوست کې قومي مشران ، د مدني ټولنې او سوداګرو استازي وایې ځينې خلک، چې د هوایېډګرپه جوړیدو راضي نه دي او د هوايي ډګر ځمکه خپله بولي کابل ته تللي اوغواړي د پیسو او رشوت له لارې د هوایې ډګر د جوړیدو مخه ونیسي.

نیږدې یوه میاشت وړاندې په خوست کې د یو نړیوال هوایې ډګرد جوړیدو چارې پیل شوې خو د سیمې یو شمېراوسیدونکي د هوايي ډګر ځمکه خپله بولي او د هوایې ډګر د جوړیدو په مخ کې خنډ جوړیږي.

که څه هم د خوست دولتي چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د هوایې ډګرجوړیدو پر وړاندې دې ستونزې نه جوړوي ، خو په خوست کې قومي مشران ، د مدني ټولنو او سوداګرو استازي وایې، چې دا خلک چې د هوایېډګرپه جوړیدو راضي نه دي کابل ته تللي اوغواړي د پیسواو رشوت له لارې د هوایې ډګرد جوړیدو مخه ونیسي.

د خوست د قومونو د مشرانو په استازیتوب حاجي رسول محمد د چار شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې رسنیو ته وویل، چې هېڅوک باید د داسې ټولګتو پروژو پر وړاندې خنډ نشي چې ګټه یې ټول ولس ته رسیږي.

نوموړي زیاته کړه چې که د دې خلکو خپلې ځمکې هم په دې ځای کې وي دوی یې باید اسناد وړاندې کړي او که واقعيت وي دولت دې په عوض کې بیعه او یاهم د ځمکې بدل ورکړي خو د هوایېډګرد جوړیدو مخنیوی دې نه کوي.

((زه د خوست د ټولو قومي مشرانو او سپین ږیرو په استازیتوب دا وایم، چې موږ به یوه لويشت ځمکه هم چاته ورنکړو خو د دولتي ټولګټو پروژو مخه باید څوک ونه نیسي، که د دې خلکو د ځمکې دعوه سمه او ریښتني وي اسناد دې ښکاره کړي او دولت به يي بدل او یا بیه ورکړي خو د هوايي ډګر د جوړیدو مخنیوی باید ونه کړي.))

د خوست د سوداګرو د اتحایې یو تن مشرحاجي جمال تڼی وایې، چې که دولت ريښتيا هم د دوی عرض ته غوږ نه نيسي نوقومي مشرانوته دې مراجعه وکړي او د جرګې له لارې د خپله ستونزه حل کړي نه دا چې دوی کابل ته منډې وهي او د هوایې ډګر د جوړیدو مخه نیسي او په کابل کې چارواکي واقعيت بايد ځان ته معلوم کړي.


هغه وويل:((چارواکي دې له کابل څخه یو هیت راولیږي چې موضوع له نیږدې څخه وګوري او یا دې قومي جرګې ته مخه وګړي خو کابل کې بايد څوک په نا خبرۍ کې د دې فیصله هېڅکله هم ونکړي)).

د مدني ټولنو د جرګګۍ په استازیتوب نجیب الله الوخېل هم په کابل کې له چارواکوغوښتنه وکړه چې دا ډول خلک، چې د هوایې ډګر د ځمکې دعوه کوي وپوښتي چې ایا دوی د ځمکې اسناد لري؟ اوکنه یوپلاوی دې خوست ته راولیږي چې حقیقت له نیږدې معلوم کړي.

نوموړى زياتوي ((په خوست کې مدني ټولنې او بنسټونه شته چې له کارونو لیدنه کوي او پرمختګونه څاري،د هوايي ډګر د جوړیدو چارې پیل شوي ،خو ځینې خلک چې شخصي ګټې يي په خطر کې دي باید د هغوی څخه د اسنادو مطالبه وشي او د افغانستان د مشرانو جرګه او ولسي جرګه د داسې کسانو چې د پرمختګونو مخه نیسي او له اسنادو پرته عریضې کوي او هم حکومت باید دا ډول کسانو ته غوږ ونه نیسي بلکه یو هیت راولیږي چې موضوع ورته ښه روښانه شي)).

د خوست دعلماوو شورا مشرمولوي شاه محمود وایې چې د حکومتي ځمکوغصب او يا په ناحقه او ناروا د بل چا ځمکه نيول لویه ګناه ده. ))د یو حدیث مبارک مفهوم دی، چې وايي څوک چې په زور یا چل ول سره کومه ځمکه ونیسي نو د قیامت په ورځ به همدا ځمکه ورته په غاړه کې ور واچول شي او هغه شخص به له سختو عذابونو سره مخ وي.((

خو د خوست والي مرستیال عبدالواحد پټان د خلکو دې اندېښنې ته په ځواب کې وایې، چې دوی نه یوازې د هوایې ډګرد څلور دیوالۍ کارپیل کړی بلکې له کابل يو پلاوى راځي او په نیږدې وخت کې به یې د ځغلیکه یا رنوې او نورو تاسیساتو کارهم شروع کړي.

ديادونې ده، چې خوست دا مهال د نړۍ په هېوادونو کې په لسګونه زره مسافر لري، چې یوازې په متحده عرب اماراتو يې کې له سلوزرو زیات کارګر دي، چې د مرکز کابل له هوایې ډګرڅخه تګ، راتګ کوي او ډېرځله د ځمکنۍ خرابې لارې له امله په لاره ورباندې شپې شوي او ویزې یې ختمې شوي دي.
XS
SM
MD
LG