د لاسرسي ځای

تازه خبر

موسیقار فضل ربي پردېسي له دې دنيا رخصت شو


موسیقار فضل ربي پردېسي
موسیقار فضل ربي پردېسي
سراج ظهیر - اسلام آباد

د پښتو ژبې نامتو موسيقار فضل ربي پردېسي د تيرې نهي په ورځ د روان کال د اکتوبر په اتلسمه نيټه د پيښور په يو ځايي روغتون کې د زړه د دورې له کبله مړ شو.

فضل ربي پردېسي د موسيقۍ په دنيا کې ځانته يو مقام او نوم پيدا کړی و او په خاص توګه د پښتو فلمونو لپاره یې داسې موسيقي ترتيب کړيده چې تر ننه د خلکو په زړونو او ذهنونو کې نقش ده


فضل ربي پردېسي په کال ۱۹۴۰ کې د نوښار په محله هوتي خيلو کې د فضل محمود په کور کې زيږيدلي و . نوموړي تر پنځوس کاله پورې له موسيقۍ د فن سره تړلي و او د خپل فن ابتدا یې د طبله غږونکې په حيث کړي وه چې د هغه مهال له مشهور طبله نواز خوشمير استاذ نه زده کړې کړې وې.

فضل ربي پردېسي په طبله غږولو کې د نوم پيدا کولو وروستو خپل پام موسيقۍ اړخته راوګرځوه او د پيښور ټيلي وژن ، ريډيو ، اسټيج او بيا د فلمونو لپاره یې لازواله موسيقي ترتيب کړه.

نوموړي د موسيقار په حيث د ټولو مشهورو هنرمندانو چې په کې خيال محمد ، معشوق سلطان ،کشور سلطان ،ګلريز تبسم ،عقل مينه ،ګلنار بيګم، احمد ګل،ګلزارعالم ، شهنشا باچا ، کفایت شاه ،او د وصال خيال په شمول له ګڼو نورو سندر غاړو نه ډير ښه کار اخستي دی .

د پښتو موسيقۍ په دنيا کې دا اعزاز ترلاسه و چې د هغه وخت د نامتو او خوږ غږې د پنجابۍ او اردو ژبې سندر غاړي ناهيد اختر او د بنګالي ژبي سندرغاړې رونا ليلا باندي هم د پښتو سندرې ثبت کړې وې.

نوموړي د پښتو ګڼو فلمونو لپاره موسيقي ترتيب کړېده چې په کې جرم او سزا ، اجرتى قاتل ، د اور سمندر ، پړانګ او شنه بنګړي دي مات شه نه علاوه يو شمير شامل دي.


د فضل ربي پردېسي ځوى انتظارعلي چې پخپله هم سندرغاړی دی ، مشال ريډيو سره خبرو کې ويل چې د هغه پلار د موسيقۍ په دنيا کې يو ځانګړی مقام لرلو او هغه له رفيق شينواري نه وروستو په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو لوی او تکړه موسيقار و خو حکومت د هغه د فن قدر نه و کړی.
ده زياته کړه د هغه حق جوړيده چې صدارتي ايوارډ ورته ورکړی شوی وای خو دلته د سفارش کلچر دی او د هغه څوک نه و او هم دغه وجه وه چې حکومت ورسره د علاج لپاره يا نوره مالي مرسته ونه کړه.

انتظار علي ويل چې کله د ده پلار فضل ربي پردېسي هسپتال کې پروت و نو په هغه وخت د خيبر پښتونخوا د اطلا عاتو وزير ميا افتخار پوښتني له راغلي و خو څه مرسته یې نه و ويلى
او دا رنګ پاکستان ټيلي ويژن هم په تيروخت کې د ايوارډ لپاره وټاکه خو د ايوارډ ورکولو نه وړاندي هغه له د دي دنيا لاړ

هنر مند خيال محمد مشال ريډيو ته ويل چې فضل ربي پردېسي څنګ رنګ په طبله کې نوم ګټلی وو داسې یې دموسيقۍ په فن کې هم ځانله مقام جوړ کړی و او دا ډيرو کمو هنر مندانو ته تر لاسه کېږي.


ګلزارعالم مشال ريډيو سره خبرو کې ويل چې فضل ربي پردېسي زما ډير نزدې ملګری و او موږ دواړو يو ځای ډير کار کړی دی .
ده ويل چې پردېسي څومره ښه موسيقار، طبله غږونکې ،او بينجو غږونکې و دومره يو ښه انسان هم وو.
ګلزارعالم زياته کړه چې د فضل ربي پردېسي د مرګ له امله د پښتو موسيقۍ ته ډير لوی زيان ورسيده ځکه چې هغه د پښتو موسيقۍ ته يو نوی طرز او جديديت ورکړی و

ياده دي وي چې فضل ربي پردېسي هم د نهې په ورځ په اتلسم اکتوبرخپله پلرنۍ هديره نوښار کې خاورو ته وسپارل شو او دا رنګ د پښتو د موسيقې يو بل باب بند شو.
XS
SM
MD
LG