د لاسرسي ځای

د ملک د ټولو فیصلو اختیار له پارلمان سره دی.کیاني


د پاکستاني پوځ مشر اشفاق کیاني

د پاکستاني پوځ مشر اشفاق کیاني

ریاض ګل ـ مشال ریډیو

د پاکستان پوځ ويلي دي چې د پوځي عملياتو په ګډون به ټولې پريکړې پارليمان کوي او پوځ به صرف د هغې د عملي کولو کوشش کوي، او که هغوی ته چا د دې خبرې باور ورکړو چې شمالي وزيرستان کې په عملیاتو سره په افغانستان کې امن يقيني کېدای شي نو دوی ورته تيار دي.

د نهې په ورځ په پوځي سر دفتر پنډۍ کې د قامي اسمبلۍ او سينټ د دفاع او دفاعي پيداوار لپاره جوړې کړې شوې قائمه کميټو او د ملکي سلامتۍ کميټۍ ته په خبروَکې د پاکستان پوځ مشر اشفاق پرويز کياني وويل چې د پاکستان په سلامتۍ او وقار به کله هم سمجوته نشي کولې.او که حکومت غواړي چې وسله والو سره خبرې اوکړي نو پوځ ته په دې هيڅ اعتراض نشته.


د اشفاق پرويز کياني وينا وه چې نه خو پاکستاني پوځ ته د چا د سازوسامان ضرورت شته او نه ورته دې لړ کښې د چا مرسته يا امداد پکاردې.

د شمالي وزيرستان آپريشن او د افغانستان د امن په اړه چې کله مشال ريډيو د پوځي او دفاعي چارو د کار پوه او پخواني لفټننټ جنرل طلعت مسعود نه تپوس وکړو نو هغه وويل دا حقيقت دی چې د پاکستان قبایلي سيمې د افغانستان په امن اثر غورځوي او بايد چې دې لړ کې پاکستان د خپلو زمه وارو احساس وکړي.

دغه شان د دفاعي چارو يو بل کار پوه او پخوانی برېګيډیېر اسد منير وایي چې په قامي مسلو د پوځي او سياسي لوړ پوړو راغونډيدل ښه خبره ده او دا هم د ستاینې وړ ده چې پوځ د پارليمان په پريکړو د عمل کولو بيانونه ورکوي.

د غونډې دوران دپارليمان غړو د پوځي بجټ په اړه هم د چارواکو نه تپوسونه وکړل او د دوی په وينا دې غونډه کې بعضې بدګمانۍ ختمې شوې.

د پارليمان غړي په مختلفو قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ لخوا د روانو عملياتو نه هم خبر کړی شو او په دې یې تسلي څرګنده کړې وه.

د يادونې وړده چې د قامي اسمبلۍ د قایمه کميټۍ د مشرې ډاکټر عزرا فضل او د قامي سلامتۍ د کميټۍ د مشر رضا رباني پشمول د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن بعضې غړو دې غونډه کښې ګډون نه وو کړی.
XS
SM
MD
LG