د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا پخوانی مشر معمر قدافي ووژل شو


معمر قذافي څه باندې ۴۰ کاله په لیبیا واکمني وکړه.
معمر قذافي څه باندې ۴۰ کاله په لیبیا واکمني وکړه.
له لیبیا څخه رارسېدلي رپوټونه وايي چې د ليبيا پخوانى مشر معمر القذافي ووژل شو. راپورونه وايي چې قذافي په خپل پلرني ټاټوبي سرت ښار کې د نيول کېدو وروسته د لنډمهالې ادارې ځواکونو ووژلی .په یو شمېر نړیوالو ټي وي ګانو کې د هغه مړی ښودل کېږي.

د لیبیا د لنډمهالې ادارې د اطلاعاتو وزیر محمود شمان قذافي هله ووژل شو چې کله یې په خپل پلرني ښارګوټي سیرت کې د فراره کېدو هڅه کوله.

نړیوالو چېنلونو یو فلم وښود چې د وژل شوي قذافي هغه ښکاري.

په موبایل ټيلیفون اخیستل شوې ویډیويي فلم په ظاهره د معمر قذافي غوندې څېره ښيي چې په وینو کې لت پت دی خو دا نه ښکاري چې دی مړ دی کې زخمي دي.

وروسته د لیبیا د لنډمهالې ادارې لخوا یې کروه والی وشو چې ښودل شوی تصویر د قذافي دی.


د لیبیا د لنډمهالې اداره دا هم وايي چې د قذافي د یوه زوی متعصیم مړی هم په سیرت کې موندل شوی دی.

ناټو هم په خپله یوه اعلامییه کې وايي چې دوی پر یوه کاروان برید کړی چې له سیرته یې د وتو هڅه کوله.خو دوی د قذافي وژنه نه ده تایید کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG