د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : دلوډشېډينګ ضد لاریون




د شمالي وزیرستان په سرښار میرانشا کې د وزیرستان ایکشن کمیټۍ د سوري لاندې د بجلۍ د لوډ شیډنګ پر ضد احتجاج روان دی.

په دې لړ کې نن د میرانشا بازار تړل شوي او سکولونه بند دي
په لاریون کې د وزیرستان قامي مشران، ولس او زده کونکي برخه اخلي.

د دوي په خبره تر څو بجلي نه وي بحال شوی تر هغه به احتجاج ته دوام ورکوي.

د وزیرستان ایکشن کمیټۍ مشر خلیل خام مشال ریډيو ته وویل، د میران شاه انتظامییه له موږ د پرمټونو په شکل کې بلونه اخلي خو دوی په دغه پېسو ځان ته بنګلې او کورونه جوړوي او واپډا ته یې نه ورکوي.نو واپډا مجبوره ده چې په موږ بجلۍ بنده کړي.٬٬

د پاکستان د قبایلی سیمو په ګډون د ملک په نورو برخو کې د بجلۍ بحران دې چې وخت په وخت ولس د لوډ شیډنګ پر ضد احتجاج کوي.
XS
SM
MD
LG