د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د طالبانو مهم کمانډر ووژل شو


ملا فضل الله او مسلم خان په سوات کې د طالب وسلوالو مشرانو وو چې مسلم خان یې د پاکستان له پوځ سره په بند کې دی او ملا فضل الله لا هم فراره دی.
ملا فضل الله او مسلم خان په سوات کې د طالب وسلوالو مشرانو وو چې مسلم خان یې د پاکستان له پوځ سره په بند کې دی او ملا فضل الله لا هم فراره دی.
دخيبرپښتون خوا ضلع سوات مټه کښي ناڅرګنده وسله والو دپوليسوپه ګاړي ډزې کړي چې پکښي يوپوليس واله وژل شوی اويوژوبل دی. په ځوابي کاروائي کښي يو وسله وال هم وژلې شوې

دمټې تاڼې محررمشال ریډيو ته ويلي سهار وختي دمټې پوليسو دمعمول سره سم ګشت کولو چې مټه بازار کښي پرې ناڅرګنده وسله واولو ډزی شورو کړی.

دپيښې ورسته دغه سیمې ته نورپوليس واله هم ليږل شوي اودهغه یو وسله وال لټون روان دې چې دځای نه تښتيدلي

ددې ترڅنګ دسوات ملم جبه سيمه کې دپاکستان پوځ تيره شپه دوسله والو ضد دلټون عملیات پيل کړي چې ځايي خلکو په خبره د يو شمير کسانو د نیول کېدو په مهال ډزې هم شوې دي چې پکې دسرکاري سرچینو په له مخې دوسله والو طالبانو یو کمانډر قاري عبدالله وژل شوی دی.

سرکاري سرچينی وايي چې قاري عبدالله د وسله والو طالبانو دبم جوړولو ماهر وو.ځايي خلک هم د تاییدوي چې قاري عبدالله دچارباغ اوسيدونکی وواوتيروختونوکې دوسله والو طالبانو مرسيتال وو.
XS
SM
MD
LG