د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مالاکنډ ډویژن کې د کلتوري هلوځلو مخه نیول کېږي


له ډول سره اتڼ د پښتنو د پېړو پېړیو لرغونی دود دی.
له ډول سره اتڼ د پښتنو د پېړو پېړیو لرغونی دود دی.

ملیحه امیر زاده - مشال ریډیو

پراګ: که څه هم په سوات او مالاکنډ ډویژن کې پوځ د امنیت دعوې کوي خو په سیمه کې وخت په وخت داسې بریدونو کیږي چې د تره ګرو موجودیت ښکاره کوي.

د نهې په شپه په بونېر کې د موسیقۍ په یوه بانډار برید د دې یو مثال دې. چې د ځایی خلکو په خبره په دوی کې یو وارې بیا ویره اچول کیږي چې له کلتوري هلو ځلو دې ډډه وکړي.

په سوات کې په ۲۰۰۹ م کال کې د آپریشن راه راست په نامه د تره ګرو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیاتو وروسته که څه هم پوځ دعوی کوي چې سیمه یې له تره ګرو سپا کړې خو بیا هم وخت په وخت داسې پيښې مخې ته راځي چې پکې عام ولس ،سیاسي او امنیتي کسان په نښه کیږي.

په بونیر کې د نهې په شپه د موسیقۍ په یو بانډار د نا معلومه وسله والو لخوا ډزې ددې یو مثال دی . دغه بانډار چې ځایي زمیندارانو د وښو د اشر وروسته جوړکړی وو ورباندې په برید کې دوه کسان ووژل شو. له دې وړاندې د صوبه خیبر پښتنوخوا د تعلیم وزیر سردار حسین بابک باندې هم یو برید شوی و چې پکې نوموړی روغ راووت.

سردار حسین بابک له مشال ریډيو سره په خبرو کې وويل په ټولیزه توګه امنیت پرځای شوي دی خو کله نا کله خال خال پېښې رامنځ ته کېږي

داسې ده چې په مالاکنډ ډویژن او د صوبې په نورو برخو کې هم عملیات روان وو خو کله چې په مالاکنډ ډویژن کې پوځي آپرېشن پای ته ورسېدی ،له هغې وروسته هم خال خال پېښې رامنځ ته کېږي.خو که وکتل شي تر ډېره د صوبې په ټولو برخو کې امنیت راغلی دی او بله دا چې ترهګرلا په مکمله توګه نه دي ختم شوي نو اوس هم کله نا کله هغوی خپل ترهګر بریدونه ترسره کوي. ٬٬

د مشال ریډیو د دې پوښتنې په جواب کې چې ولې د پوځ لخوا په سیمه کې د امن دعوو باوجود داسې پيښې رامنځ ته کېږي.په سوات کې د پوځ د میډيا سینټر ویاند کرنل عارف وایی ، دا د نا امنۍ پيښې په ملک کې هرځای په هر وخت کې رامنځ ته کېدای شي .خو د بونیر پېښه له تره ګري سره تړلې نه ښکاري. داسې قسم ځانګړې یو دوه پيښې تر سترګو کیږی. او که چیرې د هغې له تره ګرۍ سره تړاؤ و موندل شي نو موږ به یې د مخنيوي لپاره کوشش کوو. په سوات کې او د هغې سره خوا او شا سیمو کې امن دې. ٬٬

خو په بونیر کې د نهې په شپه د رامنځ ته شوې پېښې په اړه د موسیقي بانډار جوړونکو مشال ریډيو ته وویل ددې برید موخه په ملاکنډ او ټوله سیمه کې د موسیقۍ پروګرامونو د بندولو هڅه ده. د دې په جواب کې کرنل عارف وايي ، په دې کې هیڅ شک نیشته چې ملا فضل الله د داسې کاروایانو ملاتړ کوي او کوشش کوي چې بیا په سیمه کې وجود ولري او دیر سوات یا بونیر ته داخل شي. خو په دې لړ کې زموږ هڅې روانې دي او موږ دیر او چترال سیمو کې په بشپړ ډول د کنټرول تر لاسه کولو هڅه کړی ده. اوموږ هلته پوځي چیک پوسټونو جوړ کړي او د دې سیمې کلکه څارنه کوو. د ځایی خلکو په مرسته موږ د داسې خلکو پیژنګلوکوو او بیا د هغوي خلاف کاروایي کوو.٬٬


آیا د دې ډول وړو وړو پيښو د مخنيوي لپاره حکومت څه پلان لري او که څنګه؟ سردار حسین بابک وایی چې پولیسو ته یی سهولتونه ورکړي او د هغوی تربیت هم کیږي. داسې ده چې په ټول مالاکنډ ډویژن او ټوله صوبه کې مو د پولیس فورس په تعداد کې اضافه کړې ده. هغوي مو نوې وسلې ورکړي دي. ګاډي ورته ورکړل شوي دي. پولیس تاڼو کې او بیا په پولیس پوستو کې مو اضافه کړې. نفري ته ډېر په باقاعدګۍ سره تربیت ورکول کېږي. او د داسې واقعاتو د مخنیوي لپاره حکومت په منظمه توګه ، په عملي توګه او په ډېره سنجیدګۍ سره اقدامات کوي.٬٬

په پېښور کې د سما ټي وي چینل خبریال شوکت خټک په دې نظر دې چې په دغه ډول پېښو سره ترهګر په سیمه کې د خپل موجودیت ښودلو هڅې کوي.، په سوات کې پوځ تر ډېر حده کنټرول تر لاسه کړی او دلته مسله دومره ډېره نشته. خو په بونیر او په دیر کې ځای په ځای داسې پيښې مینځ ته راځي چې دا ښکاره کوي په دغه سیمه کې څه نه څه وسله وال ځای په ځای موجود دي او چې کله هم هغوي ته موقع ملاو شي نو په خلکو او سیاسي مخورو کسانو خپل بریدونه کوي. چې وښيي دوی سیمه کې خپل موجودیت لري. ٬٬

دا چې وسله وال په وړو وړو پېښو سره د خپل وجود ښودولو هڅې کوي نو ددې امکان څومره دی چې دوی بیرته په مالاکنډ ډویژن او په تېره په سوات کې بیا سر راپورته کړي.؟ شوکت خټک وایی ، دا مهال نه ښکاري چې دوی به بیرته راشي او بیا به هم هغه شان ګډ وډي جوړه کړي چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹م کال کې یې په سوات کې رامنځ ته کړې وه. ځکه چې هلته پوځ موجود دی. او تر ډېره حده پورې سیمه د پوځ په ولکه کې ده. ٬٬

د کارپوهانو په خبره د داسې بریدونو له لارې ترهګر په بیا بیا هڅه کوي چې خلک و وېروي او د خپل موجودیت نښې و ښایی.
XS
SM
MD
LG