د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان او رحمان ملک!!!


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د بلوچستان له ګورنر ذوالفقار مګسي سره خبرې اترې کوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د بلوچستان له ګورنر ذوالفقار مګسي سره خبرې اترې کوي

خدای نور ناصر

د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک د سې شنبې په ورځ کوټي په رسیدو خبریالانو ته ویلي، دپاکستان د وزیر اعظم سیدیوسف رضاګیلاني په خوله هره میاشت دبلوچستان دوره ځکه کوي، چي په دې صوبه کي ناامنه حالات ښه کړي. کوټي ته په رسیدو رحمان ملک رسنیو ته په خپلو خبرو کي وویل...

بلوچستان دپاکستان يوه مهمه حصه ده، او دلته باید چي امن وي. او زما د دورې موخه هم دا ده. لکه چي وزیراعظم ویلي وو، چي په هره میاشت کي به ددې صوبې يوه دوره کوې، دا فیصله شوې، او زه به په میاشت يوه نیمه کي دلته راځم...

دکورنیو چارو مرکزي رحمان ملک چي په دې وروستيو کي ورته د کراچۍ پوهنتون له خوا د ډاکټرۍ اعزازي ډګرۍ ورکړل شوې، خو دبلوچستان سیاستوال دده له دې خبري سره چي ګواګي دبلوچستان دوره ددې صوبې د امن لپاره کوي، متفق نه ښکاري. بلوڅ ملتپال او دجمهوري وطن ګوندمشر نوابزاده طلال بګټي په دې اړه مشال راډيو ته وویل....

ده په کار ده چي دلته د اصل کار لپاره راشي، په داسي دوه ورځنۍ دورو رحمان ملک دلته امن نشي راوستلی. زما په فکر ده تر اوسه پوري په يوه صوبه کي هم د امن لپاره کار کړی نه دی، بلکې همدا وزیر چي چیرته تللی، هلته يې حالات خراب کړيدي...

له دې سره چي نوابزاده طلال بګټی د رحمان ملک له دې خبري سره متفق نه دی، پښتون سیاستوال عبدالرحیم زیارتوال بیا وايي، ترڅو چي په دې صوبه کي د پښتنو يووالی تسلیم شوی نه وي، پښتنو او بلوڅو ته خپل حقوق ورکړل شوي نه وي، امن راتلی نشي. عبدالرحیم زیارتوال له مشال سره په خبرو کي زیاته کړه؛

(دامن را وستلو لپاره په کار دا دی، چي خلک په معروضي حقایقو باندي ځان خبر کړي. او د هغه پر بنیاد بیا کوټلي ګامونه واخلي. په دې ملک کي له اولي ورځي څخه قامونه ته له خپل حقوق ورکولو څخه انکار شوی دی. بلوڅ ملتپال څه وايي څه غواړي؟ پښتون ملتپال څه وايي څه غواړي؟ ددې لپاره بنیادي لار دا ده که رحمان ملک صیب راځي که پلانی صیب راځي، اول به دا اعلان کوي چي دا دوه قومي صوبه ده. او په دې کي پښتون بلوڅ برابر دی.)

دیادوني وړ ده چي دپاکستان وزیراعظم يوسف رضاګیلاني دبلوچستان د دورې پر وخت اعلان کړی وو، چي له صوبايي حکومت سره به مرکزي حکومت د امنیت په اړه مرسته کوي، او د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک به په هره میاشت کي ددې صوبې دوره کوي.
XS
SM
MD
LG