د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو د حقونو بل – په اسمبلۍ کې بحث



سراج ظهیر ـ اسلام آباد

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مسلم ليګ ق لخوا د ښځو د حقونو لپاره په وړاندې شوي بل د تيري نهې په ورځ بحث وشو.

په دغه کې بل کې وړاندیز شوی چې په زوره دې په سوره کې د ښځو ودول بند کړل شي.او له وراثته د محرومه کولو په پلمه د ښځو له قران سره وادونکو ته دې جرمانې تر څنګ سختې سزاګانې ورکړل شي.

په بل کې ويل شوي چې له قران سره د انجونو واده کونکو دې له درو نه تر اوو کلونو پورې او له انجونو سره په زوره ودونکو ته دې له دریو نه تر لسو کلونو پورط او دغه ډول له وراثته د ښځو بې برخې کوونکو ته دې له ۵ نه تر ۱۰ کالو پوري سزاګاني ورکړل شي.

له مشال ريډيو سره په خبرو کې قامي اسمبلۍ ته بل وړاندې کونکې د مسلم لیګ ق دنيا عزيز وويل، چي دا بل لومړی په ۲۰۰۶م کال د چودرى شجاعت حسين لخوا وړاندی شوی وو خو د هغه وخت اسمبلۍ کې یې منظوري ورنکړل شوه.له هغې وروستو بيا په ۲۰۰۸ م کال کې هغې يو واري بيا دا بل وړاندې کړ.

نوموړې وويل اوس چې له ښځو سره چې کوم سلوک کېږي دا د اسلام په رڼاکي هم ناجایز دی .دې وويل ، که موږ د یو مسلمان په توګه ورته وګورو نو په قران مجید کې خو ښځو حقونه له ورایه مالوم دي او ددې باوجود زموږ په ټولنه کې داسې خلک شته چې هغوی له خپله حقه بې برخې ساتي.

ددې بل د منظورولو وروستو به دا د صوبايي حکومتونو زمه وارى جوړيږى چې هغوی یې د عملي کولو لپاره اقدامات وکړي.

دنیا عزیز وويل، زه ګڼم چې د دي قانون د عملي کيدو وروستو به په ټولنه کې کې د داسې خلکو مخنیوی وشي چې په ښځو ظلمونه کوي.

د بشري حقونو د يو تنظيم مشرې ثمرمن الله مشال ريډيو ته وويل، چې په پاکستان کې دا ډول رواجونه ډير زيات دي او هره ورځ په ښځو تشدد کېږي.

هغې وويل چي دا به ډيره ښه خبره وي چي دا بل له اسمبلۍ منظور شي خو دا به هله ګټور ثابت شى چې په حقيقي معنو کې عملي کړی شي.

د قامي اسمبلی غړي دنياعزيز وويل چي د بل په ۵ نقطو کې په څلورو ټکیو باندې د پارليمان ټول غړي متفق شويدي او يوه نقطه پاتي ده هغه به هم د راتلونکې نومبر په ۱۵ مه نيټه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې منظور کړی شي.
XS
SM
MD
LG