د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس له افغانستانه د امریکا په وتو اندېښمن دی


د روسیې ولمشر دیمیتر مېدوېف له خپل افغان سیال حامد کرزي سره خبرې کوي
د روسیې ولمشر دیمیتر مېدوېف له خپل افغان سیال حامد کرزي سره خبرې کوي
سرچینه :ډپلومېټ مجله

ژباړه: احمد شاه اعظمي - پراګ


ډپلومېټ مجله ليکي، کله چي يوه لسيزه وړاندي امريکايي ځواکونه په افغانستان کي داخل شول او د منځنۍ آسيا په هيوادونو ازبکستان، کرغزستان او تاجکستان کي يې خپلي پوځي ډېرې جوړي کړې يا يې له دغو هيوادونو سره اړيکي ټينګي کړې نو روس يو ډول خطر احساساوه ځکه چي روس دغه هيوادونه تر خپل اغېز لاندي بلل خو اوس روس تر هغه زيات خطر په دې احساسوي چي امريکا له منځنۍ آسيا څخه په وتو ده.

مجله ليکي، امريکا د روان کال په اوړي کي اعلان وکړی چي تر ۲۰۱۴م کال پوري به خپل ځواکونه له افغانستانه باسي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چي د دوی تر وتلو وروسته به په افغانستان کي څه ډول حکومت را منځ ته کيږي خو دا څرکنده ده چي هغه طالبان به پکي شامل وي چي د امريکا په ضد جنګېدل. دا به د هغو سخت دريځه اسلامي ډلو لپاره لاره هواره کړي چي دوی دشمال لوري ته ولاړ شي او د منځنۍ آسيا هيوادونه ته داخل شي او په امکاني ډول روس ته هم لاره پيدا کړي. د تيري مياشتي راهيسي روسي چارواکي د دې خطر په اړه په څرکند ډول بحث کوي.

د روس د سرحدي چارو د څارني پخوانی مشر نکولې بورديوژا وايي، اوس موږ په افغانستان کي د ستونځو د هوارولو په درشل کي يو خو په ۲۰۱۴م کال کي به د امريکا تر وتلو وروسته افغانستان د سخت دريځه او ترهګريزو فعاليتونو د نظم مرکز وګرځي. بلخوا د روس د مرکزي پوځي ولسوالۍ کومندان جنرل ولادمير چيرکين وايي چي روس بايد دې ته تيار وي چي له عراق او افغانستان څخه د ايتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته ترهګريز فعاليتونه د منځنۍ آسيا پولو ته غځېدلای شي او دا خطر د روس سوهېلي پولو ته هم ځان رسولای شي.

د دې سربېره په ناټو کي د روس سفير دمتري روګوزن يوې فرانسوۍ ورځپاڼي لي فګارو ته په يو مرکه کي وويل، موږ نه غواړو چي ناټو ولاړه شي او موږ له خطر سره مخامخ کړي. د ناټو په سمدستي وتلو سره به ترهګر او سخت دريځه تاجکستان او ازبکستان ته وغځيږي او بيا به دا زموږ ستونځه وي. خو بلي خوا ته روسی خبريال او د منځنۍ آسيا د چارو کارپوه ارکادي دوبنو وايي، خطر شته خو موږ د هغه مبالغه کوو. اوس موږ ته په کار ده چي د راتلونکي وخت لپاره امنيتي ګامونه پورته کړو او يو پلان ولرو.

مجله په پای کي ليکي، امريکا به په هر حالت کي په افغانستان او شاوخوا سيمو کي خپل حضور کموي. اوس که د روس خوښه وي او که نه، د دوی پر اوږه دا بار لويږي چي دوی په منځنۍ آسيا کي د راتلونکي خطر مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG