د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ښوونځيو ته د ماشومانو تګ زيات شوى دى.


په کندهار کې تعلمي زدکړو وده کړې.
په کندهار کې تعلمي زدکړو وده کړې.


سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي چې له نوي تعليمي کال راهسې په کندهار کې ښوونځيو ته د نويو ماشومانو راتګ په بې سارې توګه زيات شوى دى. دوى وايي چې دا مهال يې لسګونه هغه ښوونځي هم پرانيستي دي چې تر دې وړاندې تړلي وو .

د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د نوي تعليمې کال له پيل راهيسې په کندهار ښار او ولسواليو کې ښوونځيو ته د ماشومانو د تګ کچه تر بل هر وخت زياته شوې ده .

یوه مياشت وړاندې په کندهارکې د زده کوونکيو شمېره يو سل او شپېته زره تنو تنه رسېده چې يو سل او شل زره تنه يې نارينه او څلوېښت زره يې نجونې وې خو اوس دغه شمېره يو سل او يو نوي زره تنو رسېدلې دى. چې د تېر کال په پرتله پکې د نجونو برخه شمېره هم لوړه شوې ده .

دوى ادعا کوي چې په وروستيو څو مياشتو کې يې زيات پرمختګونه کړي او ډېرى هغه ښوونځي يې بېرته پرانيستي دي چې تر دې وړاندې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي وو .

د کندهار د پوهنې رييس نجيب الله مجددي وايي چې د روان تعليمي کال له پيل را په دې خوا يي تر اوسه پورې يوازې په کندهار ښار کې شا و خوا يو دېرش زره تنه زدکوونکيو ته په ښوونځيو کې داخلې ورکړې دي چې له ډلې يې پېنځه زره تنې نجونې دي.

د کندهار د پوهنیې رییس نجیب الله مجددي
د کندهار د پوهنیې رییس نجیب الله مجددي

(( تر اوسه پورې اوس لا هم نور شاګردان را روان دي ، موږ د لومړي ټولګي لپاره يو درېرش زره تنه ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي دي چې پېنځه زره تنه پکې نجونې دي ، دا مهال موږ داسې حال ته رسېدلي يو چې په ښوونځيو کې د ماشومانو لپاره ځاى نشته خو پرېکړه مو کړې ده چې هر څنګه وي ماشومانو ته به داخلوو ))

مجددي زياتوي چې شا و خوا يوه مياشت وړاندې په کندهارکې د زده کوونکيو شمېره يو سل او شپېته زره تنو تنه رسېده چې يو سل او شل زره تنه يې نارينه او څلوېښت زره يې نجونې وې خو اوس دغه شمېره يو سل او يو نوي زره تنو رسېدلې دى. چې د تېر کال په پرتله پکې د نجونو برخه شمېره هم لوړه شوې ده .

دى وايي دا مهال يې د کتابونو او ښوونکيو د نه شتون ستونزه هم له مېنځه وړې او ټولو ښوونځيو ته يې مسلکي ښوونکي لېږلي دي.

دده په خبره تېر په کندهار کې د څلور سوه ښوونځيو له ډلې څخه دوه سوه ښوونځي د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي وو خو د روان تعليمي کال له پيل راهيسې يې د تړلو شويو ښوونځيو څخه زيات بېرته پرانيستي دي.

(( د کندهار په کچه دا مهال موږ څلوره سوه ښوونځي لرو چې د روان تعليمي کال له پيله مخکې يې له ډلې دوه سوه ښوونځي تړل شوي وو خو اوس دغه کچه سلو ته را ټيټه شوې ده او هيله لرو چې په را روان کال کې به دغه کچه بيخې ختمه شي ))

څو ورځې وړاندې په کندهار کې له ټولو ښوونکيو څخه د ( پي ار ار ) په نامه د ښوونکيو د وړتيا د ارزونې ازموينې هم واخيستل شوې چې ټآکل شوې ده په دغو ازموينو کې د بريالي شويو ښوونکيو تنخوا به زياتې کړل شي او د اوسېدو د پاره به ورته ځمکې ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG