د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار اوسېدونکي وايي محلي پوليسو سوله راوستې .


د کندهار ولايت د بېلابېلو سيمو کې ځايي پولیس سیمه ییز امنیت ساتي.
د کندهار ولايت د بېلابېلو سيمو کې ځايي پولیس سیمه ییز امنیت ساتي.

سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان د کندهار ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي وايي چې له ښار څخه په لېرې پرتو سيمو او کليو کې محلي پوليسو د تېر په پر تله سوله راوستې ده.

که څه هم په دې ورستيو وختونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په شته محلي پوليسو د بد اخلاقي ، فساد او له خپلو دندو څخه د غلطو ګټو اخيستلو تورونه لګول شوي وو خو د کندهار د ځينو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې محلي پوليسو يې په کليو کې د نا امنيو د پېښو کچه را ټيټه کړې ده .

موږ د وطن او د خپلې خاورې لپاره خدمت کوو ، موږ د ولسوالۍ د ټولو مشرانو ، ځوانانو ، ښځو او ماشومانو احترام کوو ، زموږ د کار له امله اوس په ولسوالۍ کې سل فيصده امنيت راغلى دى.

د کندهار اوسېدونکي وايي چې مخکې تر هغه چې محلي پوليسو ته د کليو او ليري پرتو سيمو د امنيت چارې نه وې سپارلې شوې کلي به د دولت له مخالفو وسله والو ډک وو خو اوس داسې نه دي.

د کندهار يو تن اوسېدونکى ممد عوض وايي چې محلي پوليس د کليو ټول اوسېدونکي په رنګونو پېژني او نابلده چا ته اجازه نه ورکوي چې کلي ته لاړ شي.

(( که چېرې دلته يو نابلده کس راشي د محلي پوليسو له خوا را ګرځول کېږي پوښتنه ځنې کېږي چې هلکه څوک يې ، له کومه راغلى يې او دلته څه شى کوې .خو نور پوليسو ددې سيمې اوسېدونکي نه پېژنې. که چېرې راته د شپې کار پېښ شې پوليس مي دروي ځکه چې نه مي پېژنې خو محلي پوليس چې مي ووينې د تلو اجازه راکوي. خو نابلده او پردي خلک بيا را ګرځوي ))

د کندهار ولايت ارغنداب ولسوالۍ چې دا مهال يې په بېلابېلو سيمو کې د دريو سوو تنو په شا و خوا کې محلي پوليس د امنيت چارې سمبالوي ولسوال حاجي شاه محمد احمدي يې وايي چې د محلي پوليسو تر راتګ وروسته يې دا مهال د ولسوالۍ نږدې ټولې سيمې له وسله والو پاکې شوې دي. او اوسېدونکي يې اوس په سوله کې ژوند تېروي.

(( زمونږ د ارغنداب محلي پوليسو ښه سوله راوستې ده او کارونو يې ښه نتېجه ورکړې ده . زه هيله لرم چې نور ځوانان هم راشي زمونږ د محلي پوليسو ، ملي پوليسو او ملي اردو په ليکو کې ودرېږي ځکه چې دا وطن پر موږ ټولو حق لري ))
سیمه ییز پولیس د کندهار په بیلا بیلو سیمو امنیت ساتي
سیمه ییز پولیس د کندهار په بیلا بیلو سیمو امنیت ساتي

د حاجي محمد رسول په نامه يو تن سيمه ييز پوليسو بيا وايي چې د ولس او هېواد د خدمت په موخه يې په محلي پوليسو کې ځان شامل کړى او د خپلو هېواد والو احترام کوي.

(( موږ د وطن او د خپلې خاورې لپاره خدمت کوو ، موږ د ولسوالۍ د ټولو مشرانو ، ځوانانو ، ښځو او ماشومانو احترام کوو ، زموږ د کار له امله اوس په ولسوالۍ کې سل فيصده امنيت راغلى دى ))

څه موده وړاندې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت په چوکاټ کې د هېواد په ډېرى ولايتونو کې د محلي پوليسو په نوم دغه نوى ځواک وروزل شو چې موخه یې له وسله والو څخه د ليري پرتو سيمو پاکول وو .

که څه هم دوى په تر اوسه پورې ډېرى سيمې له وسله والو پاکې کړې دي خو د ځينو ولايتونو اوسېدونکي بيا له دوی څخه د ناسم چلند سرټکوي .
XS
SM
MD
LG