د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: د کرکټ سیالیو پای لوبه معراج الدین ډلې وګټله


د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل کې د کرکټ ټورنمټ په مهال د فاټا اولمپک ایسوسي ایشن جنرل سیکرټری شاهد شینواری د معراج الدین ډلې لوبغاړی ته ټرافی ورکوي.
د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل کې د کرکټ ټورنمټ په مهال د فاټا اولمپک ایسوسي ایشن جنرل سیکرټری شاهد شینواری د معراج الدین ډلې لوبغاړی ته ټرافی ورکوي.
فرهاد شینواری - مشال ریډیو - خیبر ایجنسۍ

د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل سیمه کې د خیبر سپورټس کلب د سیوری لاندي د غونډي ایجنسۍ په کچه د کرکټ ټورنمنټ سر ته ورسیدو.

په ګلاب لوبغاړي کې ترسره شوي دې ټورنمېنټ کې د خیبر ایجنسۍ له بیلا بیلو ځایونو نه څلویښتو لوبډلو برخه اخیستي وه.ددې سیالیو پای لوبه معراج الدین کرکټ ډلې او ینګ شینواری کرکټ ډلې ترمینځ وشوه.

معراج الدین لوبډلې د پچې ګټلو وروسته لومړی د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه،او په ټاکلیو څوارلسو اورونو کې یې د اووه وکټو په زیان یې د ۱۹۹ رنزونو هدف ورکړو،او په ځواب کې ینګ شینواري لوبډلې یوازې ۱۸۳ منډې جوړې کړې.او په معراج الدین کرکټ لوبډلې په ۱۶ منډو ماتې وخوړه.

د معراج الدین کرکټ ډلې لوبغاړي الطاف احمد مشال ریډیو ته د لوبې په ګټلو خوشحالي څرګنده کړه.او ویې ویل چې ډیره ښایسته لوبه وشوه ،او د نندارچیانو په ګډون موږ ټولو ترې خوند واخیست.،،

په دغه پای لوبه کې د فاټا اولمپک ایسوسي ایشن جنرل سیکرټري شاهد شینواری ،چې مشر میلمه هم وو مشال ریډیو ته وویل، زه ډیر خوشحال شوم چې د امنیت د خرابي وضعې باوجود دلته دومره خلک راغلي دي،او دا لوبه ګوري ،دوی وویل چی زه به هڅه کوم ، په قبایلی سیمو کې د لوبو او دلوبغاړو د پرمختیا د پاره ګامونه پورته کړم.٬٬

د فاینل دغي لوبي په مهال د لوبو د چارو ماهر او خبریال اعجاز وویل چی که چري قبایلی سیمو لوبغاړو ته موقعي ورکړۍ شی نو په دوی کې د ټیلنټ هیڅ کمۍ نیشته،،

د ټولې خیبر ایجنسۍ په کچه د کرکټ لوبو په دې سیالیو کې غوره لوبغاړی حدیث خان وګرځول شو،او ښه باولر علی،ښه بېټسمین طارق،او ښه فیلډر سلمان وګرځول شول،او په اخر کې مشر میلمه او د فاټا اولمپک ایسوسی ایشن جنرل سیکرټری شاهد شینواری لوبغاړو ته نغد انعامونه هم ورکړل.
XS
SM
MD
LG