د لاسرسي ځای

امریکا د ایران او سعودي ترمنځ درزونه غواړي.احمدي نژاد


د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد ويلي دي چي پر ايران د وژني د سازش تورونه د امريکا لخوا د هغه ادعاوو په څېر دي کله چي يې په ۲۰۰۳م کال دي پر عراق باندي د بريد لپاره لاره هواورول چي دا هيواد اېټمي وسلې لري.

احمدي نژاد د ګل په ورځ الجزيره ټېلي وژن ته په يوه مرکه کي وويل، چې واشنګټن پر ايران د سعودي د سفير د وژلو تور په دې راپورته کړی چي غواړي د ايران او سعودي تر منځ وېش رامنځ ته کړي او پر خليجي سيمه برلاسيتوب تر لاسه کړي.
د امريکا يو عدالت دوه کسان د سعودي د سفير د وژلو په تور تورن ګرځولي و چي يو يې ايراني نژاده امريکايي دی چي د امريکا په ولکه کي دی او بل کس د ايزان د انقلابي ساتندويانو يو لوړپوړی چارواکی دی
XS
SM
MD
LG