یو اسرايیلي سرتیري، چې د فلسطینیانو له خوا د پنځو کلونو راهیسي بندي وو، نن د سلګونه فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشی کړل شوی.
دغه اسرايیلي، عسکر چې ګیلاد شالیت نومیږي له فلسطیني حماس ډلې سره د پنځه کاله بند وروسته نن د نهې ورځ د څلور سوه اوه اویا فلسطیني بندیانو په بدل کې پرېښودل شو.
حماس نن سهار شالیت په مصر کې مصري چارواکو ته وسپارلی چې د مصر په مرسته د اسراییلي او فلسطیني بندیانو د یو بل ته سپارلو په تړون جوړجاړی وشو.
او دارنګ په راراوانو دوو مياشتو کې به د بندیانو سپارلو دويم پړاو هم ترسره شي او نور ۵۵۰ فلسطيني قيديان به خوشي کړل شي.
د حماس وياند سميع ابو ظهري د قيديانو خوشي کول يوه تاريخي شېبه بللي چې د اسرايلو او حماس ډلې ترمنځ د فلسطيني قيديانو د خوشي کولو تړون ته پرون (۱۷ اکتوبر) له هغې وروسته لاره هواره شوه چې د اسرايلو ستر عدالت د فلسطيني قيديانو د خوشي کېدو پرضد د هغه کسانو کېس خارج کړو د چا خپل خپلوان چې ځینو خوشي کېدونکو فلسطیني قيديانو وژلي وو، دا مهال شا وخواه شپږ زره فلسطنیان د اسرايلو په زندانونو کې بندیان دي .
په غزه ښار کې په زرګونه خلک د خپلو فلسطیني بندیانو په راخوشي کېدو خوښي کوي.
د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون نن د نهې ورځ په (۱۸ اکتوبر ۲۰۱۱ م کال) په جېنیوا کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل،” زه نن د بندیانو په سپارلو زښت هڅېدلی یم چې د ډېرو کلونو وروسته یې خبرې کامیابه شوې.ملګرو ملتونو په بیا بیا د ګیلاد شالیت غیرقاني نیونې پای ته رسولو او په اسراییلو کې د فلسطیني قیدیانو د خوشي کولو لپاره غږ اوچتولو چې هلته یې تل د بشري حقونو سرغړونه کېدله. ٬٬
ګیلاد شالیت په ۲۰۰۶ کال کې چې هغه مهال د ۱۹ کلونو وو د حماس ډلې غړیو د غزې تړانګې او اسراییلو ترمنځ له پولې هغې غاړي ته وراوښتي وو او دی یې نیولی وو.
د اسراییلي پوځ ویاند بریګېديير یواو موردیخای وايي چې هیواد ته له رارسیدو سره سم یې دګیلاد شالیت صحي معایینه کړې او روغتیايي حالت یې ښه دی.