د لاسرسي ځای

په بیلجیم کې د هېلمندي کډوالو زړه بوږنونکې کیسه


د اروپا په ډېرو برخو کې افغان کډوال له ستړیا ډک ژوند تېروي

د اروپا په ډېرو برخو کې افغان کډوال له ستړیا ډک ژوند تېروي


سرچینه : د مشال ریډیو د خبر مرکزي څانګه

ژباړه : بوریوال کاکړ


د افغانستان د هلمند ولایت یوه کورنۍ دا وخت په بیلجیم کې ده او هلته یې درې ځله د پناه اخیستنې درخواستونه رد شوي دي. دوی وايي چې بیرته افغانستان ته تګ د دوی د ژوند لپاره خطر دی او د بیلجیم حکومت یې پر دې مجبوروي چې خپل هیواد ته ستانه شي.

د بیلجیم پلازمېنې برسلز ته نژدې د یوې کوټې په کور کې اوسېدونکي محبوب ، د هغه مېرمن راما ، د دوی یو کلن زوی او درې کلنه لور درې کاله وړاندې د افغانستان له هلمند ولایته لومړی پاکستان او بیا اروپا ته تللي وو.

دوی تر خبرو په کاغذونو زیات باور لري. ځکه دوی نور اسناد غواړي او موږ یې نه شو پیدا کولای. زه یې څنګه پیدا کړم ، ایا طالبانو ته ورشم او ورته ووایم چې ماته داسې سند راکړی چې ګواکي تاسو ما وژنی؟.

راما وايي له هغه وروسته چې موږ په افغانستان کې له خپل کوره را ووتو دا د یوې کوټې کور یوازینی تر ټولو ښه ځای دی چې موږ په کې ژوند کوو.

ً لومړی ، چې موږ خپل سفر له پاکستانه پیل کړ نو موږ فکر کاوی چې اوس خطر نشته او موږ خوندي یو او زموږ به یو ښه خوندي ژوند وي. خو کله چې بیلجیم ته را ورسېدو نو دلته تر افغانستان بدتر یو ً.

د راما خاوند محبوب درې کاله وړاندې بیلجیم ته له رسېدو وروسته کیسه داسې کوي.

ً موږ د ښار په منځ کې پرېښودل شو او موږ هیڅ نه پوهېدو چې څه وکړو. موږ ته یوازې یوه ودانۍ وښودل شوه چې ورشو او پناه وغواړو. چې کله هلته ورغلو نو په دې شپو کې کرسمس وو ، موږ دروازه ټکوله خو هیڅوک هم رانغلی. ډېره یخني وه. هیچا له موږ سره مرسته نه کوله. موږ یو پولیسواله ودراوی خو هغه نشه وی ، ځکه چې د کرسمس شپې وې او دوی خوند اخیستی. هغه ډېر سخت وخت وو ً.

په کوڅو کې له یوې اونۍ تېرولو وروسته هغوی د مهاجرو په یوه کېمپ کې ځای ومیندی ، بیا یو ټولنیز کور ته ولاړل او له هغه وروسته حکومت ورته د هوټل یوه کوټه ونیوله. خو چې کله یې د پناه اخیستلو درخواست رد شو نو له هغه ځای څخه هم و اېستل شو بیرته په کوڅو کې ژوند کولو ته اړ شو.

محبوب د اورګاډي په یو خطرناک سټېشن کې تېره کړې اونۍ داسې یادوي.

ً زما په یاد دي چې د ځان پټولو لپاره له موږ سره هیڅ هم نه وو. او ډېره یخني وه. موږ له خپلو ګاونډیو څخه د ځان پټولو لپاره یو څه واخیستل. په هغه سټېشن کې بیخي زیات خلک اوسېدل. هغه زموږ لپاره ډېر خراب وخت وو. موږ به په مازیګر کې یو څه ښوروا وڅښله. له موږ سره یوازې دومره پیسې وې چې ماشومانو ته مو د ضرورت جامي او پی په واخیستلې ً.

له دې وروسته محبوب او د ده کورنۍ له سلو نورو افغان مهاجرینو سره په یوه داسې کور کې واچول شو چې نه په کې پوره اوبه ، نه د تودولو لپاره څه وسیله او نه هم برېښنا ( بجلي) وه.

هغوی یو ځل بیا د پناه اخیستلو لپاره درخواست ورکړ خو بیا رد شو. راما وايي دې په هلمند کې نالوستو مېرمنو ته درس ورکاوی او ځکه ورته طالبانو ګواښونه ورکړل. خو دا وايي چې دومره کاغذونه نه لري چې په پناه اخیستلو کې ورسره مرسته وکړي.

ً بنیادي ستونزه دا ده چې زما په خیال دوی تر خبرو په کاغذونو زیات باور لري. ځکه دوی نور اسناد غواړي او موږ یې نه شو پیدا کولای. زه یې څنګه پیدا کړم ، ایا طالبانو ته ورشم او ورته ووایم چې ماته داسې سند راکړی چې ګواکي تاسو ما وژنی؟ دا ناممکنه ده. موږ دوی ته اوس داسې څه نه شو ورکولای ً.

د محبوب هغه درخواست هم رد کړل شو چې نوموړي د خپل وکیل په مرسته د پناه نه بلکه یوازې په بیلجیم کې د اوسېدو او کار کولو لپاره ورکړی وو.

دوی دا درخواست بیا ورکړی دی خو نه ده مالومه چې په دې اړه به پرېکړه کله وشي. محبوب وايي دی نه پوهیږي چې ولي په داسې حال کې پرېښودل شو. د هغه په خبره د دې لپاره نه وو راغلی چې بل څوک دي دوی ته خوراک ورکړي. دوی غواړي چې کار وکړي او د نورو خلکو غوندې عادي ژوند وکړي.
XS
SM
MD
LG