د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني اورپکو د سعودي سفیر د وژلو سازش کې لاس درلود


په امریکا کې د سعودي عرب سفیر عدیل ال جوبیر چې د ایراني اورپکو لخوا يې د وژلو سازش جوړ شوی وو.
په امریکا کې د سعودي عرب سفیر عدیل ال جوبیر چې د ایراني اورپکو لخوا يې د وژلو سازش جوړ شوی وو.

سرچینه: واشنګټن پوسټ

ژباړه: فرخنده وزیر - پراګ


په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې پيټر فن لیکي، کله چې د ایراني امنیتي ځواکونو سره د تړاو لرونکي یو کس لخوا د ایف بي ای په یو خفیه بینک اکاوڼت کې تر یو لک امریکايي ډالرو پورې پیسې جمع شولې. نو له هغې وروستو امریکایی چارواکو پلټنې پیل کړې، دا مالومه کړي چې د امریکا لپاره د سعودي عرب د سفیر په وژلو کې د چا لاس کیدای شي.

د پلټنو وروستو امریکایی چارواکو ته دا مالومات په لاس ورغلل، چې په دغه پلان کې ایران لاس لري. هغه کس چې د سعودي عرب د سفیر د وژلو پلان یی جوړ کړی وو، د هغه تربور چې عبدالرضا شاه لای نومیږي، د ایران د قدس ځواکونو یو مشر کمانډر دی ، او په عراق کې د امریکایي ځواکونو په وژلو کې هم لاس لري.

د شاه لای تر بور ارباب سیار چې په امریکا کې د ۱۹۷۰م راهیسې ژوند کوي، د شاه لای سره په مرسته یې پلان جوړ کړ چې په امریکا کې د سعودي عرب سفیر عدیل ال جوبیر ووژني.

شاه لای د مقتدی الصدر له ډلې سره هم تړاو لري، چې په ۲۰۰۷ م کال کې یی په کربلا کې د صوبایي حکومت په یوه ودانۍ په یوه برید کې پنځه امریکایان وژلي ، او درې نور ژوبل کړي وو. ددغه حملې په ترڅ کې نیول شوي مشکوک کسان وروستو د عراق حکومت خوشي کړل.

دامریکا پوځ وایي، دوی له پلټنو وروستو دا مالومه کړه ، چې دغه حمله کونکي د ایران د انقلابي ګارډ سره تړاو لري.

امریکایی چارواکي دا هم وایي، عبدالرضا شاه لای هغه کس دی ، چې د مقتدی الصدر د ډلې د ایرانی وسلوالو سره مرسته او همکاري کوي، چې له دغې وروستو یې عراق ته لیږي.

۵۴ کلن شاه لای د الصدر وسلوالې ډلې ته د نورو سامانونو د رسولو سره سره د وسلې د رسولو لپاره هم کار کوي.

په ایران کې قدس ځواکونه په ترهګر بریدونو کې لاس لري. ورځپاڼه د یو امریکایی چارواکي له خولې لیکي، قدس ځواکونه له ایرانه بهر د ترهګرو بریدونو په منصوبو جوړولو کې لاس لري، او په دې لړ کې شاه لای مهمه برخه اخیستې وه.


د شاه لای تر بور ارباب سیار چې په امریکا کې د ۱۹۷۰م راهیسې ژوند کوي، د شاه لای سره په مرسته یې پلان جوړ کړ چې په امریکا کې د سعودي عرب سفیر عدیل ال جوبیر ووژني.

ددغې پلان تر مخه دوی به اول ال جوبیر د میسکو په سمګلرانو تښتوو، او له هغې وروستو به یی وژلو، خو دغه منصوبه یې ناکامه شوله.
XS
SM
MD
LG