د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران طالبانو ته الوتک ضد میزایل ورکړي


یو ایرانی ملا له الوتک ضد توغندي سره په څنګ تېرېږي.
یو ایرانی ملا له الوتک ضد توغندي سره په څنګ تېرېږي.


ځینو افغان امنیتي سرچینو په وینا ایران دا میزایلونه، چې تر درې زره میترو پورې هدف ولي، په غزني، کونړ او نورستان کې د طالبانو ځینو مهمو قومندانانو ته په واک کې ورکړي.

د دغې سرچینې له مخې، چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یي له مشال ریډیو سره خبرې کولې دا توغندي د ملا سنګین او ملا احمداله په ګډون د طالبانو ځینو مهمو قومندانانو ته ورکړل شوي.

له بل لوري په کابل کې د ایساف ځواکونو سرچینې وایي، چې دوی د دی مسئلې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

ددغو ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن له مشال راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل، دوی مخکې له دې، چې پدې اړه کومه تبصره وکړي غواړي شواهد ترلاسه کړي:

(موږ د وسلو له نړېوال مارکیټ څخه، چې طالبان ترې وسلې ترلاسه کوي په ډیر دقت سره ټولې لارې څارو.

موږ همدا راز په پاکستان کې هم طالبانو ته د وسلو د ورکړې په امکاناتوغور کوو او غواړو د ایران په اړه هم مخکې له دې، چې کومه تبصره وکړو شواهد ترلاسه کړو.

موږ د ایران له خوا طالبانو ته د وسلو او په تیره بیا د یو سل او شل ملي میټرو توغندیو د ورکړې په اړه هم تحقیقات کوو(

خو افغان امنیتي سرچینې دا معلومات نه درلودل، چې ایران په څومره شمېر دا توغندي د طالبانو په واک کې ورکړي دي.

په داسې حال کې، چې ایساف په دې اړه کومه جدي اندیښنه څرګنده نه کړه، خو ځیني کتونکي بیا دا ویره لري، که په رښتیا هم ایران دا کار کړي وي، نو دا به روان جنګ ته یوه بله بڼه ورکړي.

داؤد سلطانزوې وایي، چې ایران طالبان د خپلو عسکرو په توګه کاروي او د ده په خبره که چیرې رښتیا هم طالبانو د ایران له خوا داسې توغندي ترلاسه کړي وي، نو طالبان به خپل جنګي تېکتیک بدل کړي:

(د ایران دا اقدام چې طالبانو ته يي راکټونه ورکړي دا نوی بدلون دی او ژر دی چې طالبان به خپلو تکتیکو ته تغیر ورکړي او ایران به له طالبانو نه د خپلو سرتیرو په حیث ګټه واخلي.)

تر دې مخکې هم ایران څو څو وارې په دې تورن شوې، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته وسلې او پوځي امکانات ورکوي او که څه هم پدې اړه شواهد وړاندې شوي، خو افغان دولت پدې اړه کوم رسمي دریځ ندې خپل کړې.

ایران د سمیې یو له هغو هیوادونو سره دې، چې په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو او په تیره بیا د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت لري.

کتونکي دا هم وایی تر هغو، چې د طالبانو د مال رسولو لارې بندې نشي نه یوازې دا، چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته نشي رسیدلې، بلکه ورځ تر بلې پیچلې کیږي
XS
SM
MD
LG