د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م په ایران کې د اعدامونو په اړه بحث کوي



د ملګروملتونو د بشری حقونو کمیټه به نن له ایرانه د دې هیواد د اعدامونو او د نوروسختو سزاګانو د کمولو د هڅو په اړه د پوښتنو بهیر پیل کړي.

ایراني چارواکي به د اتلسو خپلواکو کارپوهانو پوښتنوته چې د ملګروملتونو د دغې کمیټې غړي دي ځواب وایي. دوی د دولتونو له خوا د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال کنوېنشن د پلي کېدو چارې څاري.

دغه څیړنه چې د کارپوهانو له خوا د یوه ۲۲۴ مخیز راپورپه وړاندې کولو سره نن دوشنبه پیلیږی، د سې شنبه په ورځ د کمیټې د غړیو له خوا د یوې نتیجې په خپرولو سره پای ته رسیږي.

د ملګروملتونو دغې کمیټې وروستۍ ځل په ۱۹۹۳ کال کې د ایران په اړه وروسته له هغې څیړنه ترسره کړې وه؛ چې د دی کميټی غړیو په دې هیواد کې د یوزیات شمیر اعدامونو، چې د دې هېواد له خوا یې عملي کېدل رسماً تایید شوي وو، غندنه کړې وه.

په ایران کې دغه بهیر تراوسه په همدې بڼه دوام لري، چې د بشري حقونو فعالانو او یوزیات شمیر لویدیځو هیوادونو ورباندې پرله پسې انتقادونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG