د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو طالبانو راله ځوان زوی مړ کړ


په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته له کراچۍ تر چمنه او تورخمه په پاکستان کې دننه د وسلوالو طالبانو بریدونه کېږي.چې پکې اکثره ډریوران او کلینډران وژل کېږي او ژوبل کېږي.
په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته له کراچۍ تر چمنه او تورخمه په پاکستان کې دننه د وسلوالو طالبانو بریدونه کېږي.چې پکې اکثره ډریوران او کلینډران وژل کېږي او ژوبل کېږي.


ظفرکريمي- کراچۍ


د کراچۍ له بندرګاه څخه شاوخوا په زرګونه ټېنکرې په افغانستان کې دېره د نېټو او ايساف ځواکونو لپاره تېل وړي ـ خو د لارې په اوږدو کې د خپل مزل وهلو په دوران کې زياتره وخت پر دغه ټېنکرو بریدونه کيږي چې پکې دټېنکرو ډريوران او کلينډران وژل کيږي او يا هم ژوبل کيږي .

په کراچۍ کې د مشال خبریال ظفرکريمي له هم داسې يو پلار سره خبرې کړې دي چې زوی يې ددغه بریدونو په ترڅ کې له ژوبلېدو وروسته مړ شوی دی.

۵۵ کلن عظمت شير زخه خیل اپرېدی دی پخپله هم د اوږدې مودې راهیسې د تيلو ټينکر چلوي هغه وايي د خېبر ايجنسۍ د زياتره خلکو په څېر دده پلار هم لارۍ چلوله،هغه يې پخپله هم چلوي او دهغه ۲۱ کلن زوي يې هم .

عظمت شير وايي زلمی زوی يې څه موده مخکې هغه وخت زخمي شوی و چې وسله والو يې د تيلو پر ډک ټېنکر د اور اچولو وروسته ډزې وکړې.

دی زیاتوي، دزوی نوم مې ابراهيم خان و ـ مسله داسې پېښه سوه چې طالبان سرک ته راوتل تور پټکي يې تړلي و، کلاشنکوف ورسره و، ويل يې ګاړۍ ودروئ ،او بیا یې تیل پرې وپاشل چې د سترګو په رپ لارۍ اور واخيست ، بيا هغوي په لارۍ ډزې وکړې ، چې زما زوي پکې زخمي شو،،


د هر پلار په څېر عظمت شيرته هم خپل زوي ابراهيم خان تر هر چا ګلالۍ ښکاريده .دی زیاتوي، زوی مې په رښتیا ډېر ښکلی ځوان و،ډېر ښکلی ـ زما د کور کلي ولي خېل که د هر چا نه پوښتنه کولای شې نو هر څوک يې پيژني،نروالی،تکړه والی او سړيتوب هر څه پکې وـ کوژدن مې ورله کړې و، واده مې ورله تيار کړی و خو بس دغه مسله راباندې راغله ـ جينۍ اوس هم ناسته ده ، د ماما لور مې ده ،،

هغه وايي د خپل زوی په علاج يې ډېرې پيسې ولګولې ،تردې چې لارۍ يې خرڅه کړه او په لکونو قرضداره هم شو ،خو بچی يې د مرګي له پنجې بچ نه کړای شو.

ديرش لکه روپۍ مې پرې خرچ کړې،يوه ټرالر مې پکې لاړ، چې ځان مې پرې ځي هم منع کوو مې نه ،دا مې د پلار ګټه وه نه زما ـ ټولې پيسې مې د يو او بل نه راقرض کړي دي ـ اوولس لکه راباندې قرض دی ، نهه لکه رانه اوس غوښتې شي ،دا بچې مې بيخي اوس اوس مړ دی څوک مې بې عزتي نه کوي ،که مياشت تېره شي نو منې چې بې عزتي به مې هم وکړي٬٬


عظمت شير وايي د زوي د مرګ نه روستو يې د کور ټول وګړي په وير اخته دي .درد خو دومره دی چې زما خو يې قسم دی زړه ويران کړی دی ،کور والا مې داسې خفه دي چې ټول نسکور پراته دي ،بچي مې راسره ډېر تکليفونه تېر کړي و ،ولا چې ډېر تکليفونه يې راسره تېر کړي و.

له کراچۍ افغانستان ته تیل او نور سامان وړونکو ګاډو په کاروبار په زرګونه خلک خپلو بچو ته ګوله ډوډۍ موندي خوپه دغه کاروبار اخته د ډېرو د ژوند کيسه د عظمت شير او يا هم د هغه د ځوانيمرګ محمد ابراهيم د کيسې په څېر ده ـ
XS
SM
MD
LG