د لاسرسي ځای

په کندهار کې د مسلکي ښوونکيو تنخواوي زياتېږي.


ه هلمند او کندهار ولايتونو کې له اوولس سوه ښوونکيو څخه ازموينه اخيستل شوې ده

ه هلمند او کندهار ولايتونو کې له اوولس سوه ښوونکيو څخه ازموينه اخيستل شوې ده



سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په جنوب کي د مسلکي ښوونکيو د کمښت د له مېنځه وړلو د پاره د ښوونکيو په تنخوا وو کې زياتوالى راځي. په دې اړه په هلمند او کندهار ولايتونو کې له اوولس سوه ښوونکيو څخه ازموينه اخيستل شوې ده.

د پوهني رياست کارکوونکي وايي چې په جنوبي ولايتونو کې د مسلکي ښوونکيو تنخواوي لوړوي چې په دې توګه سره به د هېواد په جنوب کې د مسلکي ښوونکيو د نه شتون ستونزه ختمه شي.

په کندهار او هلمند ولايتونو کې له اوولسو سوو تنو استادانو څخه د ( پي ار ار ) په نامه د وړتيا ارزونې ازموينې واخيستل شوې چې ټاکل شوې ده په دغه ازموينه کې د برياليو شويو ښوونکيو تنخواوې به د اوس په پرتله دوه چنده زياتې شي.

د هلمند ولايت د پوهنې رييس محمد نعيم ساپى وايي چې هلمند کې له اوو سوه تنو ښوونکيو څخه د ( پي ار ار ) په نامه ازموينه اخيستل شوې ده چې يو سل او شپېته تنه پکې ښځې دي.

دى وايي د ازموينې د اخيستلو لړۍ به وروسته بيا د هلمند ولسواليو ته هم وغزوله شي.
په دې اړه په هلمند او کندهار ولايتونو کې له اوولس سوه ښوونکيو څخه ازموينه اخيستل شوې ده.

په دې اړه په هلمند او کندهار ولايتونو کې له اوولس سوه ښوونکيو څخه ازموينه اخيستل شوې ده.


خو د کندهار د پوهنې رييس پوهنيار نجيب الله مجددي بيا مشال راډيو ته وويل چې په کندهار کې تر دې وړاندې هم له دريو زرو تنو ښوونکيو څخه دغه ازموينې اخيستل شوې وې او دغه يې وروستى پړاوو .

دده په خبره تر دغې ازموينې وروسته د بريالي شويو ښوونکيو تنخواوې هم زياتې شي او د اوسېدو د کور د پاره به يې ورته ځمکې هم وکړل شي.

(( د ښار او ټولو ولسواليو د هغو استادانو د پاره چې له نهمه صنفه لوړې بيا تر ( پي ايچ ډي ) پورې يې زدکړې وي ټول کولاى شي چې په دې ازموينو کې برخه واخلي، له مونږ سره په نني امتحان کې زر تنه ښوونکي برخه اخلي چې اوو سوه تنه يې نارينه او درې سوه تنې يې ښځې دي. د ( پي ار ار ) پروسه د استادانو د پاره د مادي امتياز په برخه کې مرسته کوي ، يانې هغه استادان چې ( پي ار ار ) شي تنخواوې يوه لوړوو او نورو امتيازات هم ورکوو ))

د سهيلا اسحاقزۍ په نامه يوه ښوونکې وايي چې دا مهال د ښوونکيو تنخواوې ډېرې کمې دي او نه شي کولاى چې خپلې کورنۍ ورباندې وساتي.

د ښوونکو لپاره ازموینه کې ښځینه ښوونکو هم برخه اخیستې

د ښوونکو لپاره ازموینه کې ښځینه ښوونکو هم برخه اخیستې

ددې په خبره که تر ازموينې وروسته يې تنخواوې لوړې شي نو زده کوونکيو ته به زدکړې هم په ډاډه زړه ورکوي .

(( مونږ ډېر مشکلات لرو ، په ښآر کې پټاوونه کېږي. معاشونه مو کم دي. معالمان کورونه نه لري. معلمان ډېر غريبان دي، د ښځينه استادانو زياتې کونډيانې دي. اول زه يم ، زما خاوند معيوب دى، که خپل کور لرم چې پکې وو اوسم او نه هم ځوان زوى لرم چې د کور مصارف مي په غاړه واخلي. ))

دا مهال د افغانستان په ټولو ولايتونو يو سل او پېنځه اتيا زره تنه په ښوونځيو کې د ښوونکيو په توګه دندي تر سره کوي چې زياته برخه يې په ډېرو نورو ستونزو سربېره له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
XS
SM
MD
LG