د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځوانان وايي، میله ځایونه شنډ او وران دي


په خوست کې ځوانان د کرکټ لوبه هم په ډېر شوق کوي.
په خوست کې ځوانان د کرکټ لوبه هم په ډېر شوق کوي.

نقیب الله متونوال - خوست

افغانستان په خوست ولايت کې ځوانان غواړي، چې په ځينو وزګار وختونو کې ميلې جوړې کړي،اتڼونه او د سندرو او موسیقۍ محفلونه جوړکړي. خو د دوی شکایت دادی، چې وایې په خوست کې نه یوازې نوي مېله ځایونه نه دي جوړشوي بلکې هغه پخواني مېله ځایونه او دولتي باغونه هم شنډ، ونې یې زړې شوي او ځنګلي شوي دي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دا باغونه هم له سره احیا او نور نوي مېله ځایونه هم جوړکړي.


که څه هم په افغانستان کې درې نیمې لسیزې کیږي، چې جګړه روانه ده او په دې جګړه کې خوست هم یوه هغه سیمه ده چې د شمالي وزیرستان سره په پوله او په تېرو اوږدو جنګونو کې د جګړې لومړۍ کرښه پاتې شوي ډېر خلک یې مړه او ژوبل او دغه ولایت ډېر زیانمن هم شو.

خواوس هم، که له بلې سیمې څوک خوست ته راشي نو دوی به داسې محسوس نه کړي چې دا خلک او سیمه دې اوږدو جګړو ځپلي وي. ځکه اوس هم خلک عادي ژوند پرمخ بیایې او که چېرې په ودونو او مېله ځایونو کې ځوانان وويني نو بیا خو هېڅ نه ښکاري، چې په دې سیمه به داسې څوک وي چې خفه ژوند ولري. اتڼونه کوي د سندرو او موسیقۍ محفلونه جوړوي. خو د دوی ډېر شکایت دادی، چې وایې په خوست کې نه یوازې نوي مېله ځایونه نه دي جوړشوي بلکې هغه پخواني مېله ځایونه هم لکه فارم باغ ، بلاووټ باغ ، مېلمه کوټ او نورباغونه هم شنډ، ونې یې زړې شوي او دا باغونه ځنګلي شوي دي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دا باغونه هم له سره احیا او نور نوي مېله ځایونه هم جوړکړي.

د خوست ښارختیځ لورته په مېلمه کوټ باغ کې په یوه مېله کې راټول شوي څو تنه ځوانان وایې، چې دوى ډير وګرځيدل خو بل داسې مناسب ځاې يې پيدا نکړ چې ميله پکې جوړه کړي.

د ټولنیزوچاروکارپوه اود خوست د مدني ټولنې بنسټونو د جرګګۍ مشرنجیب الله الوخېل وایې چې په خوست کې ډېرمېله ځایونه شته او دولت باید دې ته پاملرنه وکړي ځکه په دې سره تاوتریخوالی کمیږي او د خلکوترمنځ مینه پیدا کیږي او دومره لګښت هم نه غواړي.


خو د خوست والي ویاند مبارزځدراڼ وایې چې دوی د ښارد پراختیا لپاره یوځانګړی پلان جوړکړی، چې په دې کې د نورو ترڅنګ مېله ځایونه او پارکونه هم شامل دي.


نوموړى زياتوي ((څه موده وړاندې د ولسمشرسلاکار اينجينير يوسف پښتون اود افغانستان د فوایدعامې وزیردلته راغلي وو دلته یې د خوست د ضرورتونو پربنسټ د خوست ښار پراختیا لپاره یولوی پلان جوړ او انشاالله په تطبیق سره به یې د نورو پروژو ترڅنګ لوی پارکونه او مېله ځایونه هم شامل وي ترڅو ځوانان په ازاد ډول وکولای شي خپلې مېلې او ساعتيرۍ وکړي)).

په خوست کې پخواني دولتي باغونه نه یوازې ښه مېله ځایونه وو، بلکې د کال په اوږدو کې به یې په سلګونو ټنه تازه مېوې ، لکه مڼې ، زردالو او نور هم بازارته وړاندې کولې خو اوس د نه پاملرنې له امله شنډ اوځنګلي شوي دي.
XS
SM
MD
LG