د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ناراجسټر موټرونه درول کېږي.


د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله
د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله


سید شاه سقیم - کندهار


د کندهار ولايت دولتي چارواکي وايي چې په ښار کې د نا امنيو د پېښو د راکمولو په موخه به ټول ناراجسټر او بې کاغذه موټرونه دروي.

د کندهار د ټرافيکو مديريت کارکوونکي وايي چې په تېرو لسو کالو کې کندهار ته زرګونه موټر د پرزو په نامه راوړل شوي او اوس هم په کندهار کې ګرځول کېږي چې په کندهار کې يې د ناامنيو په پېښو کې زياتوالى راوستى دى.

د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله خان مشال راډيو ته وويل چې شپږ مياشتې وړاندې يې په کندهار کې د موټرونو د راجسټر کولو لړۍ پيل کړې وه او ټاکل شوې ده چې يوه اونۍ وروسته به پاى ته ورسېږي .

د ده په خبره تر اوسه پورې يوولس زره او شپږ سوه ګاډي له دوى سره راجسټر شوي خو لا هم زرګونه موټران بې کاغذو ګرځي.
(( تقريبا نن چې مونږ راپور واخيست يوولس زره او شپږ سوه مختليف نوع وسايط دي چې د ګمرګ محصول يې تحويل شوى او راجسټر شوي دي. د موټرونو د را جسټر د پاره يوازې يوه هفته وخت پاتې دى، يانې د راتلونکې شنبې په ورځ به وروستۍ تعرفې موټر چلوونکيو ته ورکول شي، تر هغه وروسته بيا دغه پروسه په ټپه درېږي. ))


دى وايي تر ټاکل شوې نېټې وروسته به هغه موټرونه چې نمبر پلېټ ونه لري او له دولت سره راجسټر نه وي د پوليسو له خوا درول کېږي.

د کندهار د ګمرک رييس عزيز الله جلالزى بيا وايي چې تر اوسه پورې د يولس زره او شپږ سوه موټرونو د راجسټر کېدو له لارې دولت پېنځه سوه او پېنځه دېرش ميليونه افغانۍ ګټه کړې ده چې له دغې اندازې څخه يې څه باندې درې سوه اته نوي ميليونه افغانۍ يوازې د ګمرک رياست ته تحويلې شوې دي.

(( درې سوه اته نوي ميلونه ، څلور سوه پېنځه پېنځوس ، نهه سوه او اووڅلوېښت مېليونه افغانۍ د موټرونو د راجسټر له لارې يوازې د کندهار ګمرګ ته تحويل شوې دي. بل دا چې اوس موټر چلوونکي کولاى شي خپلو موټرو ته کاغذونه واخلي، خپل ملکيت يې وبولي او په قانوني توګه يې وچلوي. ))

افغانستان ته هر ګال زرګونه ګاډي له بهرنيو هېوادونو څخه د پرزو په نامه راوړل کېږي چې يوه اندازه يې بيا ګاونډي هېواد پاکستان ته هم پسې بېول کېږي. او نور يې په افغانستان د کانټينري موټرونو په نوم چلول کېږي.
XS
SM
MD
LG