د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کابل سره مرستې جاري ساتو.جرمني


د جرمني ولسمشر ويلي دي په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د دوی د ځواکونو له ويستو ورسته به هم دوی له کابل سره خپلې مرستې جاري ساتي.

له خپل افغان سيال حامد کرزي سره د خبرو لپاره د کابل ناڅاپي دورې په مهال د جرمني ولسمشر کرسچيان ولف ويلي له دې وروسته چې په افغانستان کي نړيوال ځواکونه د امنيت ذمه واري د دغه هيواد امنيتي ځوکونو ته وسپاري جرمني به بيا هم د افغانستان باوري او تل پاتې ملګری وي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG