د افغانستان د ولسي جرګې د ځینو غړو د پراخو انتقادونو په وړاندې د دې جرګې اداري پلاوي پرون پرېکړه وکړه چې د ایران له خوا په کابل او مزارشریف کې د څو فلمونو د مخنیوي مسله وڅېړي.
مدرسه او همسایه هغه دوه افغاني فلمونه دي چې ویل کیږي په کابل کې د ایران د سفارت په لارښونه نندارې ته نه دي پرېښودل شوي.
دا فلمونه په افغانستان کې په شخصي لګښت جوړ شوي دي او په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند او ستونزو انځور وړاندې کوي.
د ولسي جرګې ځینو غړو د ایران دا ګام په هیواد کې د ایران د نفوذ یوه بېلګه بللې ده.