د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلي عسکر په بدل کې په لسګونه فلسطنیان خوشي کېږي


اسراییل د دې هیواد په جېلونه کې قيد په سلګونو د داسې فلسطینیانو نومونه خپاره کړي دي چې د نیول شوي اسراییلي پوځي په بدل کې به خوشي کړل شي.

د اسراییلي زندانونو دفتر د دې کسانو نومونه پر خپله ویب پاڼه ورکړي دي. دا تړون د روانې اونۍ په پیل کې د اسرایلي حکومت او حماس ترمنځ وشو.

د اسرایل پوځي ګیلارد شالیت په ۲۰۰۶م کال کې فلسطیني سخت دریځو هغه وخت نیولی وو چې دوی د غزې له خوا په اسرایل ورننوتي وو. دا اسراییلي عسکر له هغه وخت راهیسي د حماس تر ولکي لاندې خاوره کې بندي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG