د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې پر حالاتو په قاهره کې غونډه کېږي


د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د شام د سیاسي حالت په اړه نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې غونډه کوي.

د خلیج عربي ریاستونو تر دې وړاندې په سم دستي توګه د عرب لیګ د یوې داسې غونډې غوښتنه کړې وه چې په شام کې د بشري حالت جاج واخلي چیري چې د ملګرو ملتونو په وینا درې زره ولسي وګړي وژل شوي دي.

رپوټونه وايي پولیسو هغه مهال په پلازمېنه دمشق کې درې ماتم کوونکي ووژل چې د یوه مظاهرهچي د جنازې پر لاریون یې ډزې وکړې.

په هیواد کې د ناارمي د کمولو لپاره ولسمشر بشار الاسد یوه کمېټۍ جوړه کړېده چې په څلورو میاشتو کې د نوي قانون مسوده تیاره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG