د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سند سيلاب ځپلو سره مرستې


د سیند په بدین کې سیلاو ځپلي مرستو ته په لیکه کې ناست دي.
د سیند په بدین کې سیلاو ځپلي مرستو ته په لیکه کې ناست دي.


احمد الله - مشال ريډيو

اسلام آباد :د پاکستان په سند صوبه کې د پشکال بارانونواو سيلابونو له وجې څه باندې ٨٨ لکه کسان متاثره شويدي.

د آفتونو د نظم قامي ادارې اين ډي ايم اې د مالوماتو له مخې د سيلابونو له لاسه د مړو شميره ٤١٥ نه اوښتی او ٧٦٠ نه پکې زيات کسان ژوبل شويدي.

د يادې ادارې چېرمين ظفر اقبال قادر له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې د بارانونو او سيلابونو له وجې د سند صوبى ٢٣ ضلعې ځپل شويدي چې پکې ١١ ضلعى د ټولو زياتى متاثره شويدي.

نوموړي زياته کړه چې دې ٢٣ ضلعو کې ١٥ لکه او ٢٥ زره کورونه په مکمله يا جزوي توګه تباه شويدي او په ځینو سيمو کې اوس هم اوبه ولاړې دي او ويره ده چې متاثره شویو کورونو په شميره کې زياتوالی راشي.

د متاثرينوپه شميره کې د زياتوالي او له دوی سره کيدونکې امداد په اړه د اين ډى ايم اې چېرمين ظفر اقبال قادر وايي چې د سيلاب ځپلو په شميره کي نور زيات والی نه دی شوی خو هغه ځپلي چې کيمپونو کي ميشت وو هغوى خپلو کورونو ته واپس تګ شورو کړيدی او دا وخت څه د پاسه ٤ لکه ځپل شوي کسان په کيمپونو کې مېشت دي او تر څو چې د خوراکي توکيو ، د صحت د اسانو او د نورو ضروري توکيو خبره ده نو موږ سره په هره ضلع کې ډير سامان موجود دی او زموږ کوشش دی چې ځپلو ته زر تر زره دغه سامان ورورسوو، دا وخت چې موږ کومه لويه مسله لرو هغه د خيمو ده او په دې لړ کې نورو هيوادونو ته خواست کوو چې زموږ سره مرسته وکړي.

له سیمې د رارسېدلو راپورونو له مخې په متاثرينو کې يو شمير بيمارۍ هم خورې شويدي چې پکې د خيټې او څرمنې رنځونه، مليريا او په ښځو او ماشومانو کې د سينې او مرۍ رنځونه شامل دي.

د اين ډى ايم اې د صحت همغاړېکونکې (کوارډینېټر) ډاکټرسبينه عمران درانۍ وايي چې موجوده وخت کې د ډايريا نه زيات خلق متاثره شويدي او په دې لړ کې مو ټول ضروري دارو درمل وېشلي دي. د ٢٠ حامله ښځو لپاره د ضرورت سامان موجود دی.ددې تر څنګ موږ ٥٠ لکه د اوبو پاکولو ګولۍ هم تقسيم کړي دي ، دغه رنګ په متاثره سيمو کي د مليريا ناروغي هم خوره شوېده.چې تر ډېره ځایه مو د هغې بندوبست هم کړی دی.

دسند حکومت د شميرو له مخې په متاثره سيمو کې ٢٠٠ سکولونه تباه شويدى او د سيمو په پاتې سکولونو کې متاثرين استوګن دي، د ماشومانو د تعليمي زیان د مخنیوي په اړه د اين ډى ايم اې چېرمين ظفر اقبال قادر وايي، چې څنګه متاثرين خپلو کورونو ته تلل شورو کړى نو د بيا ودانۍ کارونه به هم پیل شي او تر ټولو اول به سکولونه ، جماعتونه او هسپتالونه جوړېږي. دا ساعت موږ په دغه سيمو کې خيمه سکولونه جوړ کړي دي چې دا رنګ د ماشومانو سبقونه خراب نشى.

د ملګرو ملتونو ادارى يو اين ايف اېد رپوټ له مخې په سند صوبه کې بارانونو او سيلابونو ٦٨ لکه ايکړه زمکه کې په قريبا ٢٢ لکه ايکړه زمکه ولاړ فصلونه اغېزمن کړي دي او ٨٠ زره پورې څاروي هم له مینځه تللي دي.
XS
SM
MD
LG