د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پر مرکزي بانک د بندیزونو هڅې


امریکا وايي دوی هڅه کوي چې د ایران پر مرکزي بېنک د بندیزونو لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي .

دا خبره د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د خزانې مرستیال وزیر ډیویډ کوهین د دې هیواد د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په وینا کې وکړه: (( ډیویډ کوهین وايي : ((موږ بوخت یو او هڅه کوو چې څو اړخیز ملاتړ تر لاسه کړو ، دا به زما په فکر د ایران د مرکزي بېنک پر ضد د یوه اغیزمن ګام په توګه خورا مهم وي . )) د ایران مرکزي بېنک او نور ایراني بېنکونه د امریکا د بندیزونو په لیسټ کې دي او له دې بېنکونو سره د امریکایانو هر ډول سوداګریزه معامله غیرې قانونې ده . تر اوسه په دې برخه کې د امریکا هڅې چې خپل ملاتړي هم د ایران د مرکزي بېنک پر خلاف په بندیزونو سلا کړي ناکامې شوې دي . د ایران مرکزي بېنک په دې هیواد کې د تیلو او د انرژۍ د نورو پروژو مهم مالي ملاتړی دی . ډیویډ کوهین دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په دې وروستیو کې واشنګتن ایران تورن کړ چې په امریکا کې یې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو په ناکامه شوې پیښه کې، لاس درلود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG