د لاسرسي ځای

د سېند سېلاو ځپلي کورونو ته ستنېږي


د پاکستان په سند صوبه کې له بارانونو او سيلابونو د اغيزمنو شويو خلکو بېرته کورنو ته د ستنيدو لړۍ پیله شوې ده ـ

د مشال ریډيو د خبریال د خبر له مخې ، د سند حکومتي چارواکي وايي چې له سيلاب څخه تر ټولو زياتې اغيزمنې شوې ضلعې بدين څخه د ډب شوو اوبو کار بشپړ شوی دی او د خلقو د ستنيدو لړۍ پيل شوې ده ـ په دې صوبه کې سږکال له سيلابونو څخه نهه اتیا لکه خلک اغيزمن شوي او،څه باندې ۱۵ لکه کورونه ويجاړ شوي دي . د چارواکو په وینا په دې سيلاب ځپلو سيمو کې د ناروغیو له کبله شاوخوا څلورنیم سوه کسان هم مړه شوي وو.
XS
SM
MD
LG