د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ لوبډله متحده عرب اماراتو ته تللې ده


د پاکستان کرکټ لوبډله
د پاکستان کرکټ لوبډله
ریاض موسا خېل، مشال راډیو

اسلام اباد
- د سري لنکا پر وړاندې د کرکټ د لوبو د لړۍ لپاره د پاکستان لوبډله متحده عرب اماراتو ته تللې ده.

د روانېدو پر مهال، د لاهور پر هوايي ډګر له خبریالانو سره په خبرو کې د لوبډلې کپتان مصباح الحق وویل چې هغوی سخت زیار باسلی دی او په بالنګ ، بیټینګ او فیلډنګ یې ښه توجه ورکړې ده.

د ده وینا وه چې د سري لنکا ټیم یوه ښه لوبډله ده خو بیا هم پاکستانۍ ډله په دې هیله ده چې بریالۍ به راځي.

پر دې مهال، د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي محسن حسن خان وویل، د نورې روزنې تر څنګ د لوبغاړو نورو هلو ځلو ته یې هم ځانګړې پام لرنه کړې ده.

دی وايي د دې پاملرنې له لارې به په لوبغاړو کې لا نور نظم وي ځکه چې دوی باید داسې کار ونکړي چې د پاکستان د رسوايۍ لامل وګرځي.

د پاکستاني لوبغاړو او لوبډلې د انتظامیې تر منځ د اختلافاتو او د لوبډلې د کارندویۍ په اړه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د اېبټ اباد زون د کرکټ د ټولنې مشر او پخواني لوبغاړي عامر احمد خان ویلي چې د اعجاز بټ د مشرۍ پر مهال بعضې داسې خبرې مخې ته راغلې وې، خو اوس هغه هر څه پای ته رسېدلي دي او داسې هیڅ نشته. بله دا چې د لوبغاړو حوصلې هم لوړې دي ځکه چې د ویسټ انډیز پر وړاندې یې ښه کارندويي ښودلې وه.

د پاکستان او سري لنکا تر منځ به درې ټیسټ، پینځه یو ورځینۍ، او یوه شل اوریزه لوبه کېږي.

په دې ترځ کې لومړۍ ټیسټ لوبه د اکتوبر په ۱۸مه په شیخ زید لوبغالي کې پیلېږي.
XS
SM
MD
LG