د لاسرسي ځای

تازه خبر

لواړګی: لویه لار ماښام بنده، او د خلکو ستونزې


په لواړګي کې د لیوي امنیتي ځواک کسان د یوه مساپر تالاشي اخلي.
په لواړګي کې د لیوي امنیتي ځواک کسان د یوه مساپر تالاشي اخلي.
فرهاد شینواری، مشال راډیو

لواړګی
- د قبایلي سیمې خیبر درې پر لویه لاره د ناټو ځواکونو په کاروانونو باندي د وسلوالو د بریدونو د لړۍ تر تیزیدو وروسته د خیبر ایجنسۍ د لواړګي په بازار، لویه لار او شا و خوا سیمو کې د ماښام له پینځو بجو وروسته پولیټیکل چارواکو د خلکو په تګ راتګ بندیز لګولی دی او د بازارونو د بندولو امر یې هم ورکړی دی.

د دې له کبله ولسي وګړي، دوکانداران او افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کوونکي مساپر هم اغېزمن شوي دي.

یو ځایي اوسېدونکي یار محمد مشال راډیو ته وویل چی دوی تیر ماښام له پیښوره د لواړګي بازار ته راورسېدل نو ټول بازار بند وو،او ګا‌ډي هم ورته نه ول چې له وجې یې ډېرپه تکلیف شول.

دوی وویل چی په داسي حال کې خو څوک مریضان هم روغتونونو ته نه شی وړلای،او چارواکو ته پکار دي چی دغه بندیزونه ختم کړي.

د لواړګي په بازار کې د خوراکي توکو یو دوکاندار محمد یوسف وویل چی بیګا ورته خاصه دار راغلل او دوکانونونه یې پر وتړل.

دی وايي، د دې بندیزونو له امله دوی خپلې سوداګانې نه شي خرڅولای او نه ځایي خلک د خپلو کورونو لپاره کوم خوراکي توکي اخیستای شي.

دی وايي : (( له چارواکو نه دا غوښتنه کوو چی تر ماښام اووه یا اتو بجو پورې د دوکانونو د خلاص ساتلو اجازه راکړي.))

په دی بازار کې د بېکرۍ یو دوکاندار کلیم الله وویل، چی دوی خو ماښام ته سترګي وي او څه نا څه سودا یې وشي.

((خو چې دومره وختي راته دا بازار بند کړي،نو خوراکي توکي یې خراب شي او تاوان یې هم وشي.))

په دي سیمه کې تر ماښام وروسته د بازارونو د بندلو او د ځایی خلکو او دوکاندارانو د مشکلاتو په اړه د لنډي کوتل پولیټیکل تحصیلدار عبدالنبي مشال راډیو ته وویل: ((موږ یواځې د ځایي خلکو د حفاظت او د امنیت په غرض دا ګامونه پورته کړي دي، او داسې څه سخت بندیزونه مو نه دي لګولي. د خیبر دري لویه لاره به هم خلاصه وي،او روغتونونو او داسې نورو ځایونو ته خلک تګ را تګ کولای شي.))

د خیبر سیمي خلک وایي چې د دوی په تګ راتګ او د بازارونو په بندولو دې لګول شوی بندیز ختم کړل شي.
XS
SM
MD
LG