د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ځانمرګی برید، نهه کسانو ته مرګ ژوبله


سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان په کندهار ولايت کې تېره شپه د پوليسو په يوه پوسته ځانمرګي بريد شوى دى چې پکې د عامو وګړو په ګډون نهه تنه مړه او ټپيان شوي دي .

چارواکي وايي ځانمرګى بريد تېره ماښام د افغانستان او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه د سپين بولدک په ولسوالۍ کې شوې دى چې د يو قومندان په ګډون پکې پېنځه تنه سرحدي پوليس وژل شوي او څلور تنه عام وګړي ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنيتي چارواکيو په خبره بريد کوونکى چې په کرولا موټر کې سپور وو وېش بازار ته پر لاره يې امنيتي پوستې ته څېرمه د پوليسو په موټر ځان ور الوزولى دى .

په جنوب لوېديځه حوزه کې د پوليسو د ۴۰۴ ميوند زون قومندان جنرال محمد سالم احساس مشال راډيو ته وويل چې په بريد کې د يو قومندان په ګډون پینځه تنه سرحدي پوليس وژل شوي او څلور نور عام وګړي ټپيان دي.

(( يو انتحاري چې په کرولا موټر کې سپور وو د پوليس له يو رينجر سره يې خپل موټر جنګولى . پېنځه تنه سرحدي پوليس او دوه عام وګړي په دغه بريد کې وژل شوي او دوه نور عام وګړي بيا ټپيان دي ))

ده د وژل شوي قومندان نوم اختر محمد وښود.

د پېښې مسوليت د دولت مخالفو وسله والو طالبانو منلى .

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي مشال راډيو ته وويل چې بريد د دوى يو ملګري د پوليسو په موټرو کړى دى.

د قاري يوسف په خبره په بريد کې د دوو قومندانانو په ګډون پېنځلس تنه سرحدي پوليس وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې سرحدي پوليسو په ياده سيمه کې په بمونو بار يو موټر چې له پاکستانه را روان وو نيولى وو .
XS
SM
MD
LG