د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني سفارت په کابل کې د فلم د نندارې مخه نیولې


نقیب الله متونوال، مشال راډیو

کابل
- افغان فلم جوړوونکي وايي، چې په کابل کې د ايران سفارت، د يو بل افغاني فلم نندارې ته د وړاندې کولو ممانعت وکړ، د مدرسه په نوم دا فلم د يوې افغانې نجلۍ د ژوند په اړه دى، چې هيله لري لوست وکړي ،خو د ايران د قوانينو او حالاتو له مخې اجازه نه ورکول کېږي ،چې زده کړې ترلاسه کړي.


خو د چارو کارپوهان وايي، چې دولت او افغان مدني او کلتوري ټولنې بايد اجازه ور نکړي، چې د يوهېواد سفارت زموږ د هېواد په کلتوري چارو کې لاسوهنه وکړي.


د مدرسې په نوم دغه افغانی فلم، چې د افغانستان لویدیځ هرات ولایت او ایران سرحدي سیموکې جوړشوی، په اېران کې له افغان کډوالو سره د اېراني چارواکو بد چلند ښیي.

ټاکل شوي وه، چې دا فلم د پنج شنبې په ورځ د کابل ښار په استقلال لیسه کې نندارې ته وړاندې شي خود فلم جوړوونکو په خبره، چې د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه.

اسد سکندر چې دا فلم یې جوړکړی وایې چې دوی د فلم د ښودلو لپاره زیات مېلمانه رابللي ول خواجازه ورنه کړل شوه چې وښودل شي.

نوموړي زياته کړه: ((ما ډېرې هڅې وکړې چې دا فلم پرانیزم خو هر وخت خنډونه راته جوړ شوي، بالاخره مې پرېکړه وکړه، چې دا فلم په شخصي ډول وړاندې کړم او د استقلال لیسې ته مې د دې فلم مینه وال راغوښتي ول چې ویې ګوري او تېره ورځ یې پرېنښودم. د ګیلدا په نوم یوه ښځه چې اېرانۍ ده او په استقلال لیسه کې یوه مسؤوله ده راته وویل چې په کابل کې د اېران سفارت او افغان فلم ريیس دواړو له خوا ورته هدایت شوی او نشي کولای چې دا فلم وښودل شي.))

د مدرسې په نوم فلم جوړونکى اسد سکندر زياتوي، چې افغان دولت باید د یوه هېواد سفارت ته اجازه ورنه کړي چې زمونږپه کلتوري چاروکې لاسوهنه وکړي.

که څه هم د اېران سفارت او د افغان فلم ریاست په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي خو د افغان فلم ريیس اینجینر لطیف ورځې وړاندې د همسایه یا ګاونډي په نوم د یو بل افغاني فلم، چې په ایران کې د افغان مهاجرو لپاره د سفید سنګ په نوم د یو کیمپ د کډوالو ژوند ښيي او د ایراني پولیسو له خوا ځورول کېږي؛ او بیا په ډزو ویشتل کېږي؛ په بندیز لګولو سره ویلي وو، چې کېدای شي له دې سره د ایران او افغانستان اړیکي خراب شي.

خود سیاسي چارو کار پوه او د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفورلېوال وایي، چې افغان دولت باید په دې اړه پلټنه وکړي او د ایران سفارت دې ته پرېنږدي، چې زموږ د هېواد په کلتوري چاروکې لاسوهنه وکړي.

((دولت بايد اجازه ور نکړي، چې د يو هېواد سفارت زموږ د هېواد په کلتوري چارو کې لاسوهنه وکړي او زه تعجب کوم، چې د يو سفارت لاسونه دومره اوږده شي. خو که داسي وي نو افغان دولت ، مدني ټولنې او روښنفکران بايد په ګډه د دا ډول لاسوهنو مخه ونيسي .))

باید وویل شي چې د مدرسې په نوم د دې ٨٥ دقيقې فلم کيسه د یوې افغانې نجلۍ ده، چې غواړي په اېران کې زده کړې وکړي خود اېران د قوانینواو حالاتوله مخې اجازه نه ورکول چې خپلې موخې ته ورسیږي
XS
SM
MD
LG