د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (استاد هدایت الله)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

هدایت الله استاد د پښتو موسیقۍ هغه نوم دی چې بې له مبالغې او شکه یې په دې میدان کې ډېر اعلا ځای ومیند او تر ننه یې سندرې اورېدل کېږي او مینه وال یې اوس هم په لسګونه زره دي.

د نوموړي ډېرې سندرې نویو سندرغاړو په نوې بڼه له نوې موسیقۍ سره ویلې دي.

استاد هدایت الله په راډیو، ټیلي ویژن او فلم هر یو کې سندرې ویلې دي او تر زښت زیار وروسته یې دا لوړ مقام تر لاسه کړی دی.

استاد هدایت الله نن سبا له خرابې صحي وضعې او بدو مالي حالاتو سره مخامخ دی.

په دې خپرونه کې نوموړی د هارون باچا مېلمه دی او د مشال راډیو سندرو امېل یې ورسره په ګډه پېرلی دی.

دا خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

د سندرو امېل- له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG