د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امریکا د وتو لارې


د کندهار په ارغنداب کې د امریکا شینوک هیلي کاپټر
د کندهار په ارغنداب کې د امریکا شینوک هیلي کاپټر
ژباړه: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپاڼه


نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، په ۲۰۰۱ کال کي چي کله طالبان له واکه ليري کړل شول نو امريکا افغانستان ته له يو شمېر خواهشاتو سره راغله. دوی غوښتل چي ډيموکراسي راولي، يو دوامداره مضبوط مرکزي حکومت او امنيتي ځواکونه پر مخ بوزي ، د هيروين په کاروبار کي د دې هيواد ونډه کمه کړي، د هيواد بنيادي کړه وړه جوړ کړي او تعليم او د ښځو حقوق پياوړي کړي. خو دا ټول تر يو حده د مايوسۍ درجې ته ورسېدل.

ورځپاڼه ليکي، يو وخت و چي امريکايانو اوچت پلانونه درلودل خو اوس دوی هر څه ډېر مختصر کړي دي. اوس د دوی لپاره بدلون تر ټولو مهم ټکی پاته شوی دی چي رواني لوبي ته د پای ټکی کښيږدي او دا هيواد د امريکا په مرسته روزل شوو افغان ځواکونو ته پريږدي چي په دا ډول د امريکا د دفاع د وزارت لپاره د وتلو لاره پرانستل شي او دوی شاته يو داسي ملګری پريږدي چي په راتلونکي کي د ترهګرۍ په ضد مبارزه وکړای شي.

ورځپاڼه ليکي، امريکايي ځواکونه افغان ځواکونو ته د هغو ځايونو په اړه مالومات ورکوي چي اوسمهال د ودی په ولکه کي دي او غواړي چي تر ۲۰۱۴ پوري يې واک افغان ځواکونو ته وسپاري.

دوی غواړي چي افغانان د امريکايانو وتلو ته تيار کړي چي دوی بيا د خپلو سنګرونو ساتنه پخپله وکړي. خو تر اوسه دا نه ده مالومه چي ځايي ګوريلا يا چرکيان به د افغان ځواکونو پر ضد څه ډول غبرګون وښيي.

يو نظر دا دی چي د امريکايانو په وتلو سره به کراري را منځ ته شي او افغان ځواکونه او مخالف وسله وال به د ځايي خلګو منځګړيتوب ته غاړه کښيږدي. خو بل نظر دا ښيي چي طالبان او حقاني شبکه به پر افغان ځواکونو دومره فشار راولي چي هغوی به د امريکا د مرستي پرته په تېښته مجبوره کړي.

ورځپاڼه ليکي، د افغانستان په کړکېچنو حالاتو کې امريکا خپل شتوالی ځکه ممکن کړی دی چې له دوی سره پرمختللی مخابراتي نظام شته. دوی داسي راډارونه لري چي د راتلونکو خطرونو مخه ونيسي او خپله مخابره د سټيلايټ له لاري له خپل مځکني او هوايي ځواک سره وصل کړي او د دښمن په ضد وجنګيږي. خو افغان ځواکونه نه خو دومره پرمختللی مخابراتي نظام او وسله لري او نه هم دومره مهارت او پوهه لکه امريکايان چي يې لري.

ورځپاڼه ليکي، که څه هم افغان ځواکونه د امنيتي چارو مسيوليت ته چمتو دي خو پوښتنه دا را پيدا کيږي چي دوی به په موجوده وسايلو او توان خپل ځانونه وساتلای شي او که نه؟
XS
SM
MD
LG