د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو برید


پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو برید شوی دی.

د لومړنیو رپورټونو تر مخې په برید کې درې مشکوک اورپکي وژل شوي دي. له سیمې د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، دا برید د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه په لویدیځ کې د شاهزاده کوټ په سیمه کې شوی دی. د برید نښه یو ګاډی ګرځېدلی دی چې په کې مشکوک اورپکي سپاره ول. امریکا وايي، شمالي وزیرستان د حقاني اورپکې ډلې قوی مرکز دی. امریکا دا ډله په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو او حکومتي او بهرنیو دفترونو د خونړیو بریدونو په تور تورنه کړې ده. د حقاني اورپکې شبکې سره د تړاو په تور د پاکستان و امریکا اړیکي هم ترینګل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG