د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر جنوبي و شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو برید


بنو - پر قبایلي سیمو شمالي و وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو برید شوی دی.

په لومړي برید کې درې مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، دا برید د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه په لویدیځ کې د شاهزاده کوټ په سیمه کې شوی دی.

د برید نښه یو ګاډی ګرځېدلی دی چې په کې مشکوک اورپکي سپاره ول.

دویم برید په جنوبي وزیرستان کې شوی دی چې په کې درې اورپکي وژل شوي دي. د دویم برید په اړه ازادو سرچینو او ځايي انتظامیې څه نه دي ویلي چې د کومې ډلې اورپکي په کې وژل شوي دي.

د مشال راډیو خبریال وايي، دا برید له انګور اډې سیمې سره شوی دی چې له افغانستان سره د کرښې تر غاړه پرته سیمه ده.

دا د پنجشنبې له ورځې راهیسې پر شمالي و جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو څلورم برید دی.

د پنجشنبې په ورځ هم پر شمالي و جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې شپږ مشکوک اورپکي وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې په لومړي برید کې د حقاني د یو مشر غړي په ګډون لږ تر لږه درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

بل برید د پنجشنبې په ورځ، شاخوا دولس نیمې بجې په جنوبي وزیرستان کې له افغانستان سره په پوله په زیبا غره هغه مهال وشو چې وسلوالو پرافغانستان د توغندیو د ویشتلو تیاري کوله.
په دې برید کې هم درې وسلوال وژل شوي ول.
امریکا وايي، شمالي وزیرستان د حقاني اورپکې ډلې قوی مرکز دی. امریکا دا ډله په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو او حکومتي او بهرنیو دفترونو د خونړیو بریدونو په تور تورنه کړې ده.

د حقاني اورپکې شبکې سره د تړاو په تور د پاکستان و امریکا اړیکي هم ترینګل دي.
XS
SM
MD
LG