د لاسرسي ځای

په پاکستانیو زندانونو کې له ګنجایشه زیات بندیان


بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ -
د بحرانونو په اړه کارکوونکې نړیواله ډله انټرنیشنل کرایسس ګروپ په خپل یوه تازه رپورټ کې لیکلي دي چې د پاکستان په جېلونو کې له بندیانو سره کېدونکی چلن د اصلاح پر ځای د لا جرمونو سبب جوړېږي.

په دې جېلونو کې تر ګنجایش زیات بندیان اچول کېږي چې له کبله یې هغوی له سختو ستونزو سره مخامخ وي.

د یادې شوې ډلې رپورټ لیکي چې یو پلو د پاکستان په جېلونو کې دا وخت ۳۳ زره کسان د جېل تر ګنجایش زیات اچول شوي دي او له ۷۸ زره بندیانو څخه ۵۰ زره داسې دي چې تر اوسه یې یا خو مقدمې روانې دي او یا هم له سره د مقدمې د پیل کېدو په انتظار کې دي.

د رپورټ له مخې بلې خواته بیا له دې بندیانو سره د جېل د خراب حالت تر څنګ داسې چلن کیږي چې د اصلاح پر ځای دا کسان له خوشي کېدو وروسته لا ډېرو جرمونو ته مخه کوي.

د پاکستان د بشري حقوقو د کمېشن مشرې ظهرا یوسف مشال ریډیو ته وویل: ((زیاتره بندیانو ته خپل حقوقو نه دي مالوم او چې کوم د جېل چارواکي دي هغوی چې غواړي نو هم هغه چلن ورسره کوي. هلته تر ګنجایش د زیات شمېر او د جېل د افسرانو د چلن له کبله په خاسه توګه په سیند کې څو ځله په سیند کې بندیانو پر جېلونو قبضه کړې ده.))

د خیبر پښتونخوا د جېل خانو وزیر میا ګل کاکا خېل بیا وایي چې بیخې لږ کسان له خوشي کېدو وروسته بیرته جرمونو ته مخه کوي.

نوموړي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل ً چې څومره زموږ د حکومت توان دی نو هغه موږ کوو. هلته د قران درس ورکول کیږي پنځه وخته لمونځ ورکول کیږي او تبلیغ ورته کیږي. او داسې د هغوی نوره نشو ونما هم کیږي ، که په ۱۰۰ کې دوه کسان بیرته جرمونو ته مخه کړي نو د دې دا مانا نه ده چې ګواکې په جېل کې د هغوی اصلاح خرابه وشوه ً.

له ظهرا یوسف څخه چې کله د پاکستان د جېلونو د نظام په اړه وپوښتل شو نو هغې وویل ً د جېل نظام دی په خاصه توګه په وړکوټو سیمو او ښارونو کې هغه خو په پراخه کچه د بندیانو حقوق تر پښو لاندې کوي. په لویو ښارونو کې د عدلیې خلک هم دې ته لږ زیاته پاملرنه کوي او نورې غېر حکومتي ادارې هم شته چې د دې لپاره کار کوي. هلته بیا هم لږ څه د بندیانو حالت ښه دی . ملګر په وړکوټو ښارونو کې د دې څارنه نه کیږي. ، که د نظام د بدلولو خبره شي نو هغه په ډېرو برخو کې بدلول په کار دي ، بندیانو ته د خپلو حقوقو اړتیا ده هغوی ته دي ورکړل شي.

د بحرانونو په اړه کار کوونکې نړیوالې ډلې د دې خبرې چې د نورو مشکلاتو تر څنګ په جېلونو کې تر خپل ګنجایش د زیات شمېر بندیانو اچولو هم یوه لویه ستونزه رامنځ ته کړې ده، په اړه له ښاغلي میا ګل کاکاخېل څخه تپوس وشو نو هغه په ځواب کې وویل: ((دا خبره زه منم ځکه چې جرمونه زیات شوي دي ، د ترهګرۍ څپه هم راغلي ده او نور هم وجوهات شته ، چې څومره ګنجایش له موږ سره وو او موږ اوس د پېښور د جېل لپاره ۲ اربه او ۳۰ کروړه روپۍ منظورې کړې دي او په څو ورځو کې به یې ټنډر کیږي او نوی جېل به روانیږي. د مردان ، ډېره اسماعیل خان او نورو مرکزي جېلونو کې موږ نوي بلاکونه جوړوو. د دې لپاره موږ ۵ اربه او ۴۰ کروړه روپۍ منظورې کړې دي. له دې سره به دا ستونزه هواره شي.))

د بحرانونو په اړه کار کوونکې نړیوالې ډلې، په خپل رپورټ کې د پاکستان پر پوځي چارواکو غږ کړی دی چې د بشري حقوقو ملکي او نړیوالو ادارو ته دي له بندیانو سره د لیدنې کتنې بشپړه اجازه ورکړي او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره دي ګامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG