خدای نور ناصر، مشال راډیو
کوټه - د بلوچستان له مرکز کوټې سره نېږدې د سکرو په کان کې د چاودنې پر مهال پینځه کان کیندونکي وژل شوي دي.
چاودنه له کوټې د جنوب ختیځ په لوري د زړه خو په سیمه کې د سردار ګوهر د سکرو د شرکت په کان کې شوې ده.
دا سیمه له کوټې ۳۵ کیلومیټره لرې ده.
عیني شاهدان وايي، چاودنه د پنجنشبې په غرمه شوې ده.
خان محمد چې د همدې کان پر سر انجن چلوي، وايي له خپلو کان کیندونکو سره یې د غرمې د ډوډۍ پر مهال خبرې شوې وې او هغوی ورته د ډوډۍ خوړلو ویلي ول: ((د غرمې شا و خوا ۱۱ بجې وې چې دوی په ټیلي فون وویل ډوډۍ را ولېږدوه، ما ډوډۍ ور ولېږدوله، او ورسره مې هغه ډکه تېله [ګونۍ، بوجۍ] را وخېژوله. [پر] دې وخت [له] ما سره همدا عمر ځوان ولاړ وو، ده را ته وویل پېښوریه! چاودنه وشوه. ما ورته [وویل] ما خو نه ده اورېدلې، په [لږ] وخت کې له نورو کانونو نور مزدوران راغلل او ویې ویل، ستاسو په کان کې چاودنه شوې ده.))
د سکرو د همدې کان ټېکه دار رشید احمد مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۵۰ کالونو کې په همدې غره کې دا لومړۍ چاودنه ده.: ((زه د دې کان له تېرو اووه کالونو [راهیسې] ټېکه دار یم. او دا کان له تېرو ۵۰ کالونو [راهیسې] روان دی. تر اوسه نه هم په دې کان کې او نه هم په شا و خوا کانونو کې داسې چاودنه شوې ده.))
هلته د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې د سکرو په کانونو کې داسې چاودنې په بیا بیا شوې دي.
د وژل شویو کان کیندونکو له کورنیو سره د کان د مالکانو او یا هم د حکومت لخوا مرسته کېږي او که نه؟
د کان مالک میر جهانزېب ساتکزی وايي، د کار ګرانو د قانون تر مخې د وژل شویو له کورنیو سره مرسته کېږي.
په وژل شویو کان کیندونکو کې درې د سوات او دوه نور د کوټې دي.
ټېکه دار وايي د وژل شویو مړي کورونو ته لېږدول شوي دي.