د لاسرسي ځای

٫٫په خپل سر مي ۱۳۰ سمڅې مالومې کړي دي٬٬درانی


 ختونکې او غار شناس،حیات الله درانی له خپل زوی سره په یوه سمڅه کې

ختونکې او غار شناس،حیات الله درانی له خپل زوی سره په یوه سمڅه کې

له غره ختونکې او غار شناس،حیات الله دراني سره د مشال ريډیو د خبریال نیازموسا خیل ځانګړې مرکه

حیات الله درانۍ د بلوچستان له کوټي سره اړه لرونکۍ د پاکستان منلۍ غره ته ختونکۍ او څمسه یا غار مالوموونکۍ دۍ.نوموړۍ د کال ۱۹۶۴ د اپریل پر ۲۲مي نیټې د دراني قبیلې له سدوزیي پښې سره اړه لرونکې کورنۍ کې وزیږیدۍ.نوموړۍ له کوشنیوالي څخه په ٫٫

ایډونچرسپورټس٬٬ کې مینه او دلچسپي څرګنده کړه او ۲۵ کاله وشو چې دۍ په یو وار و غره ته د ختلو،څمسه یا غار مالومولو،په اوبو کې د کشتۍ چلولو او نورو خوندورو لوبو ځانګړۍ لوبغاړۍ ثابته شو،خو په ملک او نړۍ کې د ده پیژندګلونه په غار مالومولو اوغرو ته د ختلو په لوبو کې وشوه.

نوموړي په خپل سر ۱۳۰ اوږده غارونه مالوم کړي دي،چې د ده په وینا،په دغه څانګه کې دا ځانګړتیا په نړۍ کې بل څوک نه لري.نوموړۍ د پاکستان د کسټم په محکمه کې لوړه دنده لري.دۍ وایي،سرکاري ملازمت او خپل د لوبو شوق سره برابر انصاف کوي او برابر وخت ورکوي

حیات دراني په کال ۱۹۹۰ کې د بلوچستان د ضلع بولان په سیمه کې د پاکستان تر ټولواوږد غارمالوم کړو.دغه رنګه نوموړي د بلوچستان تر ټولو جګ غر(لوۍ سر نیکان) ته د ختلوځانګړتیا هم لري.نوموړۍ د پاکستان اول کس دۍ،چا چې له برطانیه څخه و غرته د ختلو او غار مالومولو په څانګه کې تحصیلات کړي او روزنه یې تر لاسه کړې.و غره ته دختلو او غارمالومولو په لړ کې د پاکستان صدر و نوموړي ته تر ټولو لوړه جایزه یا انعام ((پرایډ آف پرفارمنس)) ورکړو

له حیات الله دراني سره زموږ همکار،نیازموسی خیل د یاد شویو ځانګړو لوبو په اړه یوه مرکه کړې.د دې مرکې مهم جُزیات دلته وړاندي کیږي
له حیات دراني څخه اوله پوښتنه دا وشوه چې غر ختنه څنګه لوبه ده؟نوموړي په ځواب کې وویل،٫٫دا یوه ډیره خوندوره او ځانګړې لوبه ده.د دې بیلابیلې څانګې او ډولونه دي،لکه ٫٫ګلیشیرونو ته ختنه٬٬ چې پر واورینو غرو ختل وي بل پر لویو لویو پرښو ختل وي چې د دنګو کلکو غرونو د غرو څوکو ته ختل پکې راځي او دغه رنګه دا نور قِسمونه هم لري.په نړۍ کې په ساینسي توګه دا ثابته شوې چې غرونو ته ختل او لامبو وهل د صحت لپاره ډیره ګټه لري.په دغو لوبو سره د سړي خورا زیات ورزش کیږي٬٬

له حیات دراني څخه مخته پوښتنه وشوه چې په بلوچستان کې کوم کوم جګ غرونه دي او دوي و کومو ته ختلي دي؟د ده ځواب وو:٫٫په بلوچستان کې تر ټولو جګ غر په کوټه کې ٫٫زرغون٬٬ یا ٫٫لوۍ سر نیکان غر٬٬ دۍ.دوم غټ غر٫٫تکتو٬٬ دۍ،چې له کوټي سره نږدې د بوستان له سیمي سره دۍ او پردریم نمبر جګ غر ٫٫چلتن٬٬ دۍ.بل بیا په زیارت کې ٫٫خلیفت،، او په ژوب کې ٫٫ سلیمان٬٬ هم د بلوچستان په دنګو غرو کې شمیرل کیږي.ما دا ټول غرونه لیدلي،خو زرغون او تکتو ته ختلۍ یم.٬٬
د غرو په اړه مالومات تر لاسه کولو وروسته،له حیات دراني څخه پوښتنه وشوه چې غار یا څمسه مالومونه څنګه لوبه ده او دا څومره ارزښت لري؟د دغي پوشتني په اړه د ده ځواب څه داسي وو:٫٫سل (۱۰۰)کاله کیږي،چې په نړۍ کې دا لوبه خلک کوي.په خاصه توګه په امریکا او یورپ کې د دې خورا شوقیان او متخصصان دي.

د نړۍ تر ټولو اوږد غار د امریکا په کینټکې کې دۍ او که د پاکستان او بلوچستان په اړه خبره وکړو،نو د پاکستان تر ټولو اوږد غار د بلوچستان صوبې په ضلع بولان کې دۍ،چې اوږدوالۍ یې نږدې ۱۳۷۲ میتره دۍ.په دې مالومات درکولو زه ډیرخوشحالي محسوسوم چې د پاکستان تر ټولو اوږد غار ما په کال ۱۹۹۰ کې مالوم کړۍ.

دغه رنګه بل اوږد غار هم د بلوچستان په هرنایي کې ما مالوم کړو او تر دا اوسه مې ګړد ۱۳۰ غاره مالوم کړي دي،چې دا په نړۍ کې یو نړیوال ریکارډ دی.موږ به دا غارونه داسي مالوم کړل،چې په نیمو سیمو کې به فرضي کیسې مشهورې وې،چې پلانکۍ سړۍ دغه غار ته ننوتۍ،بیرته بیا نه را ووتۍ.موږ به هغه ځای ته ورغلو اووخلکو ته به مي وویل چې تاسو غار را په ګوته کړی،موږ ورځو،که بیرته نه راغلو نو عذاب زموږ په غاړه،نو په دغه طریقه مې دا ټول غارونه مالوم کړل.دلته به دا هم درته ووایم چې د غارونو له مالومولو وروسته به د برتانییا او جرمني د غارو نو کارپوهان او ډلې به دلته راغللې او له ما سره به یې په دغه لړ کې مرستي وکړې.په خاصه توګه د برتانییې سایمن جیمز بروکس په دغه لړ کې له ما سره ډیره همکاري کړې ده
XS
SM
MD
LG