د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د دوو ورځو رخصتي ،خلک څه وايي؟


د پاکستان پارلمان

د پاکستان پارلمان


سراج ظهیر - اسلام آباد


په پاکستان کې د بجلۍ په بحران قابو موندو لپاره د وزير اعظم يوسف رضاګيلاني په مشری په اسلام آباد کې د چارشنبي (شورو) په ماښام د وفاقي کابينې غونډې په اونۍ کې د دوو رخصتیانو کولو پرېکړه شوېده.

په غونډه کې دا فیصله هم شوېده چې له لمرلویدو سره به بازرونه او د شپې تر لسو بجو پورې به د ودونو تالارونه بندېږي.

که څه هم سرکاري ملازمينو د حکومتي فیصلې هرکلی کړی خو دکاندارانو او تاجرانو حکومتي پرېکړه رد کړې او وايي چې حکومت دې د مارکېټونو او دکانونو د وختي بندولو پرځای دې د بجلۍ بحران حل کړي او ددې لپاره دې نورې منصوبې پيل کړي ځکه چې د دکانونو بندولو له امله به ملکي معشيت نور زيانمن شي.

داسلام آباد ابپاره مارکېټ کې يو دکاندار سليم خان مشال ريډيو ته وويل چې د حکومت ددي فيصلي له وجي به د دوی کاروبار ته زيان ورسېږي نو باید چې حکومت د مارکېټونو بندولو او يا د بجلۍ قطع کولو په ځای د بجلۍ پيداوار لپاره ډيمونه جوړ کړي
هغه وويل چې پاکستان کې په تيرو وختونو کې بجلى ډيره وه او دا حال نه وو ولي ا وس خودومره لوډشيډنګ وي چې حساب یې نشته.

محمد افضل وايي چې دا فيصله د حکومت ناکاميي ښيي ،دی وايي په اسلام اباد کې خلک سهار نهه بجې له خوبه پاسېږي او بيا خپلو کاروبارونو او نوکرو له ځي نو څنګه به وکړی شي چې دغه وخت دکانونو له راشي ، ده زياته کړه چې زموږ کاروبار ماښام مهال شورو کېږي او اخیستونکي هم دغه وخت راځي نو باید چې دا فيصله واپس واخستي شي.

یو سرکاري ملازم ابرار احمد له مشال ريډيو سره په خبرو کې دا حکومتي وستایلی او وايی چې د دوو ورځو رخصتیانې د نړۍ په ډېر ملکونو کې کېږي.

او په دې سره ملکې معشيت ته ځکه زيان نه رسي چې له دې وروستو به خلک د سهار له نهه بجو نه د مازيګر تر پنځه بجو پوري په دفترونو کار کوي شى او دا شان به يو ګهنټه کار زيات شى.

مختيار چې د اسلام آباد په ايف بي آر محکمه کې کار کوي وايي چې دوى به په يوه چټي کې خپلې غم ښادۍ او نور د کور کارونه سر ته نه شو رسولای نو دا د حکومت يو ډير د ستاینې وړ ګام دی.

ياده دي وي چې مشترکه مفاداتو کونسل چې به پکې د څلور واړو صوبو اعلي وزيران ګډون کوي ، د منظورۍ وروستو به له ١٥اکتوبره په ټول ملک کې عملي کېږي.
XS
SM
MD
LG