د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستانونو کې ډرون بریدونو شپږ مشکوک وسله وال وژلي


ډرون بریدونه د مشکوکو وسله والو پر وړاندې غوره وسله بلل کېږي
ډرون بریدونه د مشکوکو وسله والو پر وړاندې غوره وسله بلل کېږي
په پاکستان کې د امریکا د بی پیلوټه الوتکې په دوو بیلابیلو بریدونو کې د حقاني شبکې د یو مشر غړي په ګډون شپږ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د مشال رډیو خبریال د پاکستان د استخباراتي چارواکو په خوله وایی، چی په شمالي وزیرستان کې په لمړي برید د حقاني د یو مشر غړي په ګډون لږ تر لږه درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي. د ځايي چارواکو په وينا بريد نن سهار له ميران شاه څخه درې کلو ميټره ليري د ډانډه درپه خېل په سيمه کي هغه وخت تر سره شو کله چي پر يو کور باندي دوې توغندۍ وتوغول شوې .

بل برید نن شاخوا دولس نیمې بجې په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان سره په پوله په زیبا غره هغه مهال وشو چې وسلوالو پرافغانستان د توغندیو د ویشتلو تیاري کوله.

په دې برید کې هم درې وسلوال وژل شوي خو لا تر دې دمه یی پیژندل ګلوي نده شوې .

امريکا په اوسنيو ورځو کي پر پاکستان غږ کړی دی چي د حقاني شبکې په ضد دي کوټلي ګامونه پورته کړي خو پاکستان له حقاني شبکې سره د ملاتړ تورونه رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG