د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هند خپل غوره تجارتي ملک ګرځوي


رياض موسا خيل - اسلام آباد


پاکستان د تجارت دپاره هند ته د غوره ملک درجه ورکولو پريکړه کړيده.
د پاکستان د خارجه چارو وزيرې حنا رباني کر د شورو ورځ په ماښام قامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې دا مهال د پاکستان او هند تعلقات مخ په ښه کېدو دي ، او پاکستان غواړي چې هند سره ټولې شخړې د خبرو اترو د لار هوارې کړي.

دحنارباني کر په خبره پاکستان غواړي چې له هند سره بې له ځنډه د خبرواترو لړۍ پر مخ یوسي.

هغې وویل ، پاکستان په اصولي توګه پريکړه کړيده چې هند ته د تجارت په برخه کې د غوره ملک درجه ورکړي او هند هم پاکستان ته تسلي ورکړيده چې د دوی مالونه اروپايي منډیو ته په رسولوکې به د پاکستان مرسته کوي، او د دې لپاره به له اروپايي هیوادونو سره خبره کوي.

هند ته د غوره ملک درجه ورکولو پر پريکړه د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر قيصر بنګالي وايي چې کله د ملکونو تر منځ تجارت کيږي نو هلته زياتره معاملې د خبرو اترو له لارې هوارېږي، او هيله ده چې پاکستان او هند به هم د تجارت په وجه يو بل ته نزدې شي.

خو د اقتصادي چارو کار پوه او د جمات اسلامي سره تعلق لرونکې سنيټر پروفيسر خورشيد احمد دا پريکړه د ملک د مفاده په ضد ګڼي او وايي چې په دې سره به مقامي صنعت او پاکستاني ولس ته سخت زيان ورسي.ځکه چې هند له ډيرې مودې راهیسې کوشش کوي چې په پاکستاني منډیو قبضه وکړي.
د ده په وينا پاکستان ته پکار ده چې لومړی له هند سره خپلې ټولې لانجې هوارې کړي چې پکې د کشمير او اوبو شخړه د ټولو په سر کې ده او دهغې وروستو دې نورې اړيکې پر مخ یووړل شي.

له هند سره د تجارتي اړیکو زیاتولو په لړ کې څو ورځې وړاندې د پاکستان یوه تجارتي ډله د تجارت دوفاقي وزير مخدوم امين فهيم په مشرۍ د هند دوره کړې وه.
XS
SM
MD
LG