د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په کېلیفورنیا کې یو کس اته تنه ووژل


د امريکا د کليفورنيا ايالت په يو حمام کې د يو وسله وال تن لخوا اته کسان ووژل شول. پېښه د چارشنبې په ورځ د لاس اېنجلس په جنوب کې ۴۰ کلو ميټره ليري پر سيل نومي ساحل را منځ ته شوه. د پوليس له وينا سره سم شپږ کسان پر هغه ځای ووژل شول او دوه وروسته د ژورو ټپونو له امله مړه شول. د ويشتل شوي نهم کس حالت د اندېښنې وړ دی. پوليس مشکوک وسله وال سمدستي ونيولی چي په ګاډي کي يې نوره وسله هم ورڅخه تر لاسه کړه. پوليس وايي لا تر اوسه د وژني په سبب نه دي خبر خو وايي چي کېدای شي دغه کس په حمام کي له يو چا سره تعلق درلودی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG