د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار :د يو قومندان په ګډون ۵ تنه وسله وال ونيول شو



د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي چې د ملي امنيت کارکوونکيو په کندهار او ورڅېرمه ولسواليو کې د وسله والو طالبانو د يو قومندان په ګډون پېنځه تنه وسله وال نيولي دي.

دى وايي چې نيول شويو کسانو پر حکومتي او بهرنيو سرتېرو بريدونه کول او د سړک پر غاړو به يې ماينونه خښول .

د ايوبي په خبره له نيولو کسانو سره يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي.

د نيول شويو کسا نو د ډلې يو تن وايي چې له تېرې څه مودې را په خوا يې د سړک پر غاړو ماينونه خښول او د ماين د خښولو پر مهال نيول شوى دى.

څو ورځې وړاندې هم په کندهار کې پوليسو د يو لړ پلټنو پر مهال نهه تنه وسله وال نيولي وو چې د پوليسو په خبره پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو به يې بريدونه کول او د سړک پر غاړو به يې ماينونه خښول .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG